مصرۍ نور الشربیني د ښځینه سکواش نړیواله اتله شوه

نور الشربیني
د عکس تشریح، ۲۰ کلنه نور الشربیني د ښځینه سکواش نړیوالو اتلولیو تر ټولو د کم عمر اتله اعلان شوه.
د خپرېدو وخت

د مصر د سکواش ۲۰ کلنه لوبغاړې نور الشربیني د سکواش په نړیوالو سیالیو کې پر بریتانوۍ لورا ماسارو لاسبرې او د ښځینه سکواش لوبو اتله اعلان شوې ده.

د سکواش ښځینه اتلولیو کې چې مالیزیا کې وشوې، نور تر ټولو د کم عمره اتله اعلان شوه.

نور له بریا وروسته وویل: "داسې احساس لرم چې ګني خوب وینم، هېڅ مې په ذهن کې نه راتله چې زه دې دا اتلولي وګټم".

نوموړې زیاتوي چې بریتانوۍ سیاله یې لورا "یوه پیاوړې لوبغاړې ده، چې په لوبغالي کې یې ځان ثابت کړی. ما داسې انګیرله چې ګني ما وبایلله، خو زما روزونکي زړه راکاوه چې د بایللو په فکر کې نه شم".

۳۲ کلنې لورا ماسارو وايي: "ډېره نهیلې شوم، خو نور زړه وړونکې لوبه وکړه".
د عکس تشریح، ۳۲ کلنې لورا ماسارو وايي: "ډېره نهیلې شوم، خو نور زړه وړونکې لوبه وکړه".

دا وايي ټول وخت په دې سوچ کې وه چې بایللي پړاوونه په یوې لویې بریا جبیره کړي.

۳۲ کلنې لورا ماسارو وايي: "ډېره نهیلې شوم، خو نور زړه وړونکې لوبه وکړه".

دا زیاتوي، که څه هم په دې سیالیو کې پاتې راغله، خو له سره به هڅه کوي چې بیا ځان بریا ته چمتو کړي.

وړانډې هم مصري نارینه لوبغاړي په اوو نړیوالو سیالیو کې ګټونکي اعلان شوي، خو نور الشربیني لومړۍ مصرۍ لوبغاړې ده چې د ښځینه سکواش لوبغاړو په اتلولو کې یې په کم عمر سیالي وګټله.