"د خدمتګار په توګه کار ته اړایستل شوی یم"
د خپرېدو وخت
سومالیا کې زیږېدلی بریتانوی ورزشکار مو فرح په یوه نوي مستند کې په ډاګه کړې چې په ماشومتوب کې بریتانیا ته په ناقانونه توګه راوړل شوی او د کورني مزدور په توګه اجباري کار ته اړایستل شوی. د اولمپیک څلور مډال ګټونکي دغه لوبغاړي بي بي سي ته وویل، هغو کسانو د محمد فرح نوم ورته غوره کړی چې دی یې له جیبوتي نه قاچاق کړی او اصلي نوم یې حسین عبدي کاهین و.