پېښورۍ څپلۍ که موچڼې اخلې؟

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د اختر په وخت خلک پېښورۍ څپلۍ او موچڼې یا کوسرې ډېرې خوښوي. اختر ته لا هم وخت شته، خو ډېر خلک په دوو کې حیران دې چې له دې دوو کوم یو وغواړي.

کھسہ
د عکس تشریح، پاکستان کې د روژې وروستۍ لسیزه کې کوچني اختر ته تیاری کېږي. که د پېر او پلور خبره وي او د څپلیو یا موچڼو خبره ونه شي نو دا کله شونې ده.
چپل
د عکس تشریح، پاکستان کې پر کوچني اختر سربېره واده کې هم موچڼې ډېرې خوښېږي. له اختر مخکې دې پایزار جوړولو کاروبار ډېر وي.
چپل
د عکس تشریح، موچڼې د پاکستان مختلفو سیمو کې جوړېږي، ځکه یې ډولونه هم مختلف دي، لکه ملتانۍ موچڼې او نور.
چپل
د عکس تشریح، د پاکستان مختلفو سیمو په تېره پنجاب کې موچڼې له پخوا راهیسې پښو کېږي. که څه هم اوس تر ډېره مراسمو کې په پښو کېږي، خو کلیو کې یې خلک ورځني ژوند کې هم له پښو نه وباسي.
چپل
د عکس تشریح، که د موچڼو مینوال ډېر دي، پېښورۍ څپلۍ هم ترې کمې نه دي. ځوانان یې ان له درېشي سره هم پښو کوي، اختر، واده او نورو وختونو کې هم لومړنی غوراوی وي.
چپل
د عکس تشریح، پېښورۍ څپلۍ پر پښتونخوا سربېره اوس د پاکستان مختلفو سیمو کې جوړېږي.
چپل
د عکس تشریح، پر پېښورۍ څپلۍ سربېره زرتاري څپلۍ هم مینوال لري او اختر کې یې خلک رانیسي.