شانګهای کې د تصویرونو مېله

د خپرېدو وخت

د چين د شانګهای ښار په نړيواله ګالرۍ کې د اسيا له بېلابېلو برخو غوره تصویرونه نندارې ته وړاندې کېږي. د ۲۰۱۶ کال ننداره به د سپټمبر مياشتې پر نهمه نېټه پيل شي.

دا ځل ټاکل شوې چې شانګهای کې ۵۰ نړيوال انځوريز البومونه نندارې ته وړاندې شي چې په هغو کې د ايليت رټ، مارټن پير، ډايدو مرياما، هرب رټز او انتوني روز تصويرونه شامل دي.
د عکس تشریح، دا ځل ټاکل شوې چې شانګهای کې ۵۰ نړيوال انځوريز البومونه نندارې ته وړاندې شي چې په هغو کې د ايليت رټ، مارټن پير، ډايدو مرياما، هرب رټز او انتوني روز تصويرونه شامل دي.
په دغه ننداره کې په نړيواله کچه د انځورونو راټولوونکي او د مشهورو انځور اخيستونکو تصويرونه وړاندې کېږي.
د عکس تشریح، په دغه ننداره کې په نړيواله کچه د انځورونو راټولوونکي او د مشهورو انځور اخيستونکو تصويرونه وړاندې کېږي.
په دغه ننداره کې فيشن يوه د سر موضوع ده، چې د ۱۹ پېړۍ جامې به يې يوه برخه وي.
د عکس تشریح، په دغه ننداره کې فيشن يوه د سر موضوع ده، چې د ۱۹ پېړۍ جامې به يې يوه برخه وي.
په دغه ننداره کې د مليم کلين او ايليټ اروټ په څېر مشهورو تصوير اخيستونکو انځورونه نندارې ته وړاندې شول. (نيويارک په ۱۹۹۵کال کې)
د عکس تشریح، په دغه ننداره کې د مليم کلين او ايليټ اروټ په څېر مشهورو تصوير اخيستونکو انځورونه نندارې ته وړاندې شول. (نيويارک په ۱۹۹۵کال کې)
جايزه ګټوونکی امريکایي انځور اخيستونکي سټيو ميکري په نړيواله کچه سفرونه کړي او د کلتورونو په اړه يې انځورونه اخيستي
د عکس تشریح، جايزه ګټوونکی امريکایي انځور اخيستونکي سټيو ميکري په نړيواله کچه سفرونه کړي او د کلتورونو په اړه يې انځورونه اخيستي
د رابرټ کيپسا انځور اخيستنه ډېره ګرانه ده او نوی انځور يې شاوخوا ۱۰۰۰ پونډه ارزښت لري
د عکس تشریح، د رابرټ کيپسا انځور اخيستنه ډېره ګرانه ده او نوی انځور يې شاوخوا ۱۰۰۰ پونډه ارزښت لري
په دغه ننداره کې د تصوير اخيستلو پخوانۍ لارې ته له نوې زاويې کتل شوي دي.
د عکس تشریح، په دغه ننداره کې د تصوير اخيستلو پخوانۍ لارې ته له نوې زاويې کتل شوي دي.
ايرک پايلټ له کلونو راهيسې له ګواښ سره د مخامخ مرغانو او حيواناتو انځورونه اخلي.
د عکس تشریح، ايرک پايلټ له کلونو راهيسې له ګواښ سره د مخامخ مرغانو او حيواناتو انځورونه اخلي.
چينايي تصوير اخيستونکي فين هو د لارو او کوڅو د تصوير اخيستلو ماهر ګڼل کېږي. د ده جيومېټرېکل تصوير تر ټولو مشهور دی.
د عکس تشریح، چينايي تصوير اخيستونکي فين هو د لارو او کوڅو د تصوير اخيستلو ماهر ګڼل کېږي. د ده جيومېټرېکل تصوير تر ټولو مشهور دی.
د شانګهای د تصويرونو مېله د سپټمبر له ۹ نېټې تر ۱۱ مې هر کال ترسره کېږي.
د عکس تشریح، د شانګهای د تصويرونو مېله د سپټمبر له ۹ نېټې تر ۱۱ مې هر کال ترسره کېږي.