د افغانستان خټکيو ته "مناسب بازار نشته"

د خپرېدو وخت

د افغانستان شمال کې کروندګر او پلورنکي وايي د خټکيو بازار يې سوړ دی او مجبور دي له خرابوالي وړاندې يې په ټيټه بيه وپلوري.

دوی وايي محصولاتو ته يې مناسب بازار نشته. دولت ورته سړې خونې نه دي جوړې کړې او خپلې مېوې نشي ساتلی.

امير بريال په مزار شريف کې خټکو منډي او بزګرو ته سر ورښکاره کړی دی.