د سویلي سوډان کورنۍ جګړه او پر وګړو یې اغېز

د خپرېدو وخت

سوېلي سوډان کې کورنۍ جګړه تېر دسمبر کې پیل شوې خو تر اوسه یې زرګونه خلک وژلي او ډېری نور یې بې ځایه کړې دي.

د اوس لپاره پر یوه لنډ مهالي اوربند سلا شوې او د ټوپک خولې غلې دي خو دا اوسنی کړکېچ د لسیزو جګړو رواني اغېزې لا پسې ډېروي.

د نژدې ۱۰ میلیونو وگړو په دې هېواد کې، یوازې دوه مسلکي اروا پوهان کار کوي.