په فېسبوک کې د پيغام له امله یې خپله مخکنۍ ښځه ووژله

فېسبوک
د عکس تشریح، بیفرلي پر فېسبوک ليکلي چې هغه او زوی یې له مخکني مېړه څخه کرکه لري.
د خپرېدو وخت

یوه برتانوي خپله پخوانۍ ښځه له دې امله وژلې، چې پر فېسبوک هغې ليکلي وو چې (له خپل پخواني مېړه څخه کرکه لري.)

۲۹ کلن ادم مان د خپلې مخکنۍ ۳۰ کلنې ښځې لیزا بیفرلي په وژلو کې مخکې له دې چې هغه حلاله کړي، تېشه کارولې وه.

په برتانیا کې یوه څارنوال ویلي چې د بیفزلي پنځه کلن زوی خپله مور "په یوه ویاله کې مړه ومونده ".

دی وایي چې " هغه په ډېرې بې رحمۍ سره وهل شوې او بیا وژل شوې ده."

په برتانیا کې يوې محکمې ښاغلی مان مجرم بللی چې ټاکل شوې، د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر څلورمه به د هغه په حق کې پرېکړه وکړي.

مان او بیفرلي په ۲۰۰۷ کال کې له یو بل څخه د خپل زوی د روزلو پر سر د یوې ترخې لفظې شخړې له امله جلا شول.

بیفرلي د برتانیا "د ماشومانو د ملاتړ" له ادارې څخه له خپل پخواني مېړه څخه د زوی د پالنې لګښت ترلاسه کاوه.

بیفرلي تر وژل کېدا دوه ورځې مخکې په فېسبوک کې پر خپلې پاڼې لیکلي وو چې : "موږ د تل لپاره هېر کړه، زه او زوی مې کرکه درنه لرو."

څارنوال ويلي مان د بیفرلي له وژلو څو ساعته مخکې د ماشومانو د ملاتړ له ادارې سره اړیکه نیولې وه، چې ګني پیسې نه لري او خپلې پخوانۍ ښځې ته پیسې نورې نه شي ورکولی.