نن د خیبر پښتونخوا په تړاو څه پرېکړې شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي پښتو په دې ژوندۍ پاڼه کې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذېدو په اړه معلومات لوستلی شئ.
ځینې مهم ټکي دا دي:
- له قامي اسمبلۍ وروسته د پارلمان مشرانو جرګې (سنا) هم په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت (ایمرجنسۍ) د نافذولو منظوري ورکړه.
- که څه هم د پاکستان قامي اسمبلۍ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت نافذول "په غوڅ اکثریت" سره تصویب کړ خو پر وړاندې یې ګڼ مخالفتونه هم وو او د مرکزي حکومت پر دې پرېکړې سختې نیوکې وشوې.
- د پاکستان دفاع وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف وویل چې حکومت ته په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له نافذولو "بله لار نه وه ورپاتې".
- په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال افتخار خان وایي، د بلوچستان په ځینو پښتون مېشتو سیمو کې لاریونونه شوي دي. د بي بي سي د خبریال په خبره په ځینو سیمو کې د خلکو اعتراض لا هم روان دی.










