ایا غواړئ د پیکاسو په څېر انځورونه وپنځوئ؟

د خپرېدو وخت

کله مو داسې هيله کړې چې کاشکې مو د پیکاسو او ډا وينشي په څېر رسامي او انځورګري کړې وئ؟ نو داسې ښکاري دا هيلې مو ريښتيا شوي وي ځکه داسې یو اپ او سوفټوېر جوړ شوی چې يوه ساده رسم اخلي او په بشپړه انځورګرۍ یې بدلوي. دا سوفټوېر د امريکا لاس وېګس کې د ټکنولوژۍ کلني نندارتون کې وړاندې شوی و.