د قاري برکت الله سلیم ژوندلیک

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان مشهور قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله په کابل کې وفات شوی او جنازه یې سبا (یکشنبه) د کابل پر وخت د ماسپښین درې بجې د عیدګاه په جومات کې ادا کېږي او په مرنجان تپه کې خاورو ته سپارل کېږي.
قاري برکت الله سلیم د مولوي ګلاجان زوی او د محمد علي خان لمسوی و چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال کې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ هسکه مېنه کې دې نړۍ ته راغلی و.
نوموړی په ماشومتوب (پنځه کلنۍ کې) د خپل پلار تر څارنې لاندې د قرآن کریم زدکړه پیل کړې وه او لومړني تعلیمات او د قرآن زدکړه او حفظ له خپل پلار سره کړی و، خو له نورو قاریانو سره یې په دوو کلونو کې د قرآن کریم حفظ (یادول) بشپړ کړل.
قاري برکت الله سلیم وړاندې ویلي وو چې د یوه افغان سوداګر په همکارۍ په ۱۹۶۴ کال کې مصر ته له نورو محصلانو سره واستولم او هلته مې د شیخ خلیل الحصري په ګډون له ګڼو مشهورو قاریانو سره وکتل او په شپږو کلونو کې مې لس قرائته زدکړل.
نوموړي د قرآن کریم د حفظ او تجوید پر زدکړې سربېره د تفسیر، حدیث، فقه او نور علوم هم زدکړل او په مصر کې یې له ځینو مشهورو شیخانو (لکه عبدالفتاح شاهشاهي، شیخ ابو العینین شعیشع او شیخ القراء محمود خلیل الحصري) څخه د اوو قرائتونو تعلیمات زدکړل.
له هغه وروسته قاري برکت الله سلیم د قرآن کریم د حفظ برخه کې سلګونه قاریان فارغ کړي او د برکت الله سلیم په یوه مرکه کې ویلي چې په ۱۹۷۰ کال کې له مصر راستون شوی او په ۱۹۷۸ کال د پخواني ولسمشر سردار داود خان د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د ملي رادیو تلوېزیون د پرانیستلو مراسمو کې یې ګډون او تلاوت کړی دی.

د عکس سرچینه، Social Media
شیخ القراء برکت الله سلیم ویلي وو، د مالیزیا، سعودي عربستان، هند، مصر، بنګله دېش، اندونیزیا، ایران او متحده عربي اماراتو د قرآن کریم په لسو نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی او په ټولو کې یې لومړی مقام ګټلی دی.
د افغانستان په ملي رادیو تلوېزیون کې یې قرآن کریم په بېلابېلو ۱۴ روایتونو ثبت کړی دی.
استاد برکت الله سلیم د (زیور تلاوت)، (برکت التجوید) کتابونه لیکلي او په پښتو او دري یې (برکت الباري) کتاب لیکلی او چاپ شوی دی. دی وايي ۱۳ کتابونه یې لیکلي چې ځینې یې په مدرسو او دارالحفاظونو کې تدریسېږي.
استاد برکت الله سلیم په یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي وو، چې افغانستان کې د هېڅ کودتا او انقلاب پرمهال له هېڅ کوم اړخ سره خواخوږی نه و، بلکې پرمهال یې د کابل طب پوهنتون کې د ثقافت، تفسیر، حدیث او تجوید تدریس کړی دی.
نوموړي شعر هم ویلی چې ډېری شعر یې دیني بڼه لري. د ده شعري ټولګه د (ناکامه مینه) په نامه ده چې چاپ شوې او ډېری شعرونه یې په مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي دي.

د عکس سرچینه، Social Media
هغه د (دردونه او فریادون) او (نیمګړې مینه) په نومونو شعري مجموعې هم لیکلې چې ټول (د مینې دردونه) کتاب کې په ۱۳۹۳ کال کې چاپ شوی دی.
برکت الله سلیم په ۱۳۵۶ کال د کابل مرکزي دارالحفاظ کې د استاد په توګه دنده پیل کړه او څه موده وروسته یې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت کې د قاریانو د انسجام د مشر په توګه دنده پیل کړه.
قاري برکت الله سلیم په افغانستان کې د تېر حکومت تر پایه او د طالبانو له بیا واکمنېدا (۱۵ اګسټ ۲۰۲۱) پورې د حج او اوقافو وزارت کې د قاریانو د چارو مشر و.
د ده دوستان وايي، کله چې متقاعد کېده، پخواني ولسمشر د عمر تر پایه په حج او وقافو وزارت کې د سلاکار په توګه د هغه د ګومارل کېدو حکم ورکړی و.





















