ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران 'کوه کلنګ' په نښه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کې وویل امریکا ښايي ډېر ژر د ایران په "کوه کلنګ" (چې لوېدیځې رسنۍ یې د Pickaxe Mountain په نوم یادوي) برید وکړي.
کوه کلنګ تر ځمکې لاندې د تونلونو یوه ټولګه ده چې د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري.
ټرمپ وايي، امریکا د فضايي او استخباراتي وړتیاوو له پلوه تر ټولو مخکښ هېواد دی.
هغه زیاته کړه:
''موږ د هر هغه کس په اړه معلومات لرو چې په کوه کلنګ کې خوځښت کوي. موږ په ټول ایران کې د خلکو د تګ راتګ په اړه معلومات لرو.''
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ:
''که څه ناسم رامنځته شي، موږ به ایران په نښه کړو، او په ډېر شدت سره به یې په نښه کړو.''
د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ټرمپ وویل چې ده ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی دی.
هغه ادعا وکړه:
''که موږ هلته مداخله نه وای کړې، نن به اسرائیل موجود نه وای، منځنی ختیځ به موجود نه وای، او ډېر احتمال و چې وروسته به هغوی اروپايي ښارونه او زموږ ښارونه هم په نښه کړي وای. خو موږ هغوی د اټومي وسلو له ترلاسه کولو ودرول.''
ټرمپ د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وویل چې له ایران سره شخړه د امریکا لپاره ''لویه مسئله نه ده.''
له دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې له ایران سره روانه شخړه ''جګړه'' نه بولي.
د جمعې په ورځ یوه خبریال وپوښتل چې که دا وضعیت جګړه نه وي، نو څه نوم باید ورکړل شي؟
ټرمپ په ځواب کې وویل:
''ګورئ، ډېر خلک دې ته جګړه نه وايي. زه یې یو پوځي شخړه بولم، ځکه زموږ لپاره دا نسبتاً کوچنۍ مسئله ده. دا کومه لویه خبره نه ده. موږ په وینزویلا کې عملیات ترسره کړي وو او هلته مو ځاني تلفات نه درلودل. له ایران سره په شخړه کې موږ ۱۸ کسان له لاسه ورکړي دي، خو په ویتنام کې مو نږدې سل زره کسان له لاسه ورکړي وو.''


















