افغانستان کې پر شیعه‌ګانو ادعا شویو محدودیتونو غبرګونونه راپارولي

یوه ډله ښځې چې تور حجابونه یې اغوستي او زرغون رنګه شالونه ورسره دي، پر سړک روانې دي او څېرمه یو طالب چارواکی هم برېښي.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, بي‌بي‌سي مونېټرېنګ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

افغانستان څخه یو شمېر شیعه وګړي ادعا لري چې "د طالبانو حکومت پر شیعه‌‌ګانو په پرله‌پسې ډول محدودیتونه ډېر کړي دي". په دې وروستیو کې یوه شیعه دیني عالم پر طالبانو تور پورې کړی چې دی یې ورغوښتی او تاوتریخجن چلند یې ورسره کړی. ځکه چې هغه د یو چا لنډمهالې نکاح تړلې وه چې په اصطلاح (صیغه) بلل کېږي.

صیغه یا (متعه) داسې یو رسم دی چې د شیعه مذهب منونکي یې د جعفري فقې له مخې روا بولي او په ترڅ کې یې یوه ښځه او سړی له څو ساعتونو تر څو ورځو، اوونیو یا میاشتو لنډمهاله نکاح سره کوي. خو دا ډول نکاح د سنيانو په حنفي فقه کې چې طالبان یې هم پالونکي دي، روا نه ده.

جعفري فقه یا (فقه جعفریه) د طالبانو حکومت تر واکمنېدو د مخه په افغانستان کې په رسمي ډول منل شوې وه او شیعه‌ګانو د دې لنډمهالې نکاح په څېر په خپلو مذهبي چارو کې ازادي لرله.

خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو حکومت د تېر حکومت قانونونه منسوخ کړل او د نورو اسلامي فقهو پر ځای یې پر حنفي فقې د ولاړو امرونو پلي کولو ته پام ډېر کړی دی.

"د لنډمهالې نکاح تړلو پر سر یې وغوښتم او ویې وهلم"

په کابل کې یوه مشر شیعه دیني عالم ایت الله حسین‌‌داد شریفي تور پورې کړی چې د طالبانو حکومت پر شیعه‌ګانو محدودیتونه او بندیزونه ډېر کړي دي.

دی وايي، د تېرې مې میاشتې پر ۱۵ نېټه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شکایتونو برخې مسؤلانو ورغوښتی و، د لنډمهالې نکاح تړلو په اړه یې پوښتنې ګروېږنې ترې کړې دي او وهلی ټکولی یې دی.

ښاغلی شریفي زیاتوي، "یوه [طالب] په سوک ووهلم چې لونګې رانه ولوېده" خو په وینا یې، په کوټه کې ځينو ناستو کسانو هغه له "نور تاوتریخوالي ‌کولو منع کړ".

ده دا دعوه هم کړې چې ګواکې د طالبانو حکومت چارواکو نور شیعه عالمان هم یوه داسې لیکلي‌ ضمانت ورکولو ته اړ ایستي چې نور به هېچا ته هم لنډمهاله نکاح نه ور تړي.

دی وايي، "هغوی [طالبانو] ګڼ عالمان د جرم کولو په نوم ور وغوښتل. بیا یې مدرسې ته بوتلل، لاسلیکونه، عکسونه او ضمانتونه یې ترې واخیستل چې که بیا یې داسې وکړل نو شپږ میاشتې به زندان ته لېږل کېږي. دا څه معنا؟ دا زموږ سپکاوی نه دی؟ دا زموږ د فکري مکتب توهین نه دی؟ دا زموږ د عقیدې سپکه نه ده؟"

دغه افغان دیني عالم ایت الله حسین‌داد شریفي دا ادعا هم وکړه چې د طالبانو حکومت مسؤلان پر سړکونو ګرځي او هغه هزاره شیعه نجونې او هلکان دروي چې جوړه ګرځي او د لنډمهالې نکاح په شک یې توقیفوي.

ښاغلی شریفي په ټينګار سره وايي چې دی کوم سیاسي کس نه دی او نه یې هم په سیاست کې غرض لرلی دی او له طالبانو یې غوښتي چې "لږترلږه زموږ په شخصي ژوند کې خو دې لاس‌وهنه نه کوي".

بهر مېشتو ګڼو افغان رسنیو هم د ښاغلي شریفي پر څرګندونو خبرونه جوړ کړي‌ دي.

قانون څه وايي؟

د ځینو شمېرو له مخې، د افغانستان د وګړو شاوخوا ۲۰ سلنه شیعه‌ګان ښودل شوي او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۹ کې حکومت په مدني قانون کې د شیعه وګړو لپاره جعفري فقه په رسمیت پېژندلې وه. شیعه‌ګانو د همدغه قانون له مخې د نکاح، طلاق او میراث په څېر ځينې کورنۍ معاملې حل او فصل کولې.

خو واک ته له رسېدو سره چې د طالبانو حکومت د تېر حکومت قوانین منسوخ کړل نو دغه قانون هم له منځه لاړ او په پایله کې یې جعفري فقه محدوده او په نږدې ټولو مواردو کې یې ځای حنفي فقې ونیو.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کې د "اخلاقو قانون" په ترڅ کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته واک ورکړ چې "له اسلامي شریعت او حنفي فقهې سره سم خلکو ته د نېکۍ امر وکړي او له بدیو یې راوګرځوي".

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۶ کې په جزا قانون کې هم د نورو اسلامي مکتبونو او مذهبي لږکیو پرتله د سني حنفي فقې تله درنه کړه. په داسې حال کې چې څلور واړه مذهبونه له یوه ډول درناوي او حیثیته برخمن ګڼل کېږي خو دغه قانون یو کس د حنفي مذهب له پرېښودو منع کوي.

همداراز د دغه کال په فبرورۍ کې د طالبانو حکومت د مذهبي واعظانو یا مبلغانو د ویناو د تنظیم لپاره داسې یو قانون صادر کړ چې له مخې یې مذهبي واعظ باید د حنفي مذهب پالونکی و اوسي.

پر شیعه‌ګانو کوم محدودیتونه لګول شوي؟

یو شیعه عالم

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN INTERNATIONAL TV/YOUTUBE

د عکس تشریح، یو شیعه عالم

ځينې افغان شیعه‌ګان او مخالف ګوندونه وخت‌ناوخت د طالبانو پر حکومت تور پور کوي‌ چې د دوی عاشورا مراسم یې هم محدود کړي دي. هغه رسم چې د نړۍ شیعه مسلمانان یې د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي حضرت حسین (رض) د شهادت په مناسبت هر کال د محرم الحرام میاشتې پر لسمه نېټه په ویر سره لمانځي.

خو د طالبانو حکومت چارواکي بیا وايي‌ چې دا محدودیتونه یې د خلکو د "عامه خوندیتوب" لپاره پلي‌ کړي ځکه چې په وینا یې، په تېر کې پر دغو مراسمو د اسلامي‌ دولت نومې ډلې داعش په نښه کړي او بریدونه یې پکې کړي‌ دي.

نیوکه کوونکي همداراز وايي چې طالبانو شیعه‌ګان مجبور کړي چې لوی او کوچنی اختر هم له حنفي فقې سره سم ولمانځي.

نورې کومې مذهبي ډلې په نښه شوې؟

بیا واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د نورو مذهبي ډلو پیروان لکه سلفیان او صوفیان هم په نښه کړې دي.

د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت یو صوفي مشر، سید ابراهیم ګیلاني او د هغه مریدان له دې امله چې دوی د اسلام مخالف کړنې بللې نیولي وو.

د راپورنو له مخې د طالبانو حکومت په کونړ کې د سلفیانو پرمدرسو بندېز لګولی دی.

gettyimages

د عکس سرچینه، gettyimages

د طالبانو د حکومت دریځ؟

د طالبانو حکومت ښاغلي شریفي سره د ادعا شوي بد چلن د شیعه ګانو په مذهبي عنعنو ادعا شوو بندیزونو په اړه څه نه دي ویلي خو د مې په ۱۷مه نېټه د کلیو د پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د شیعه ګانو یو اغېزمن مشر سید حسن فاضل زاده سره ولیدل. که څه هم د دې ملاقات تفصیل نه دی معلوم، خو د دې ادعا شوي "سخت چلن" د راپورنو سره هم مهاله شوی دی.

د افغانستان د شیعه عالمانو کمېسون ویلي دي، "ایت الله شریفي سره سپکوونکی چلن موضوع یې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سره راپورته کړې او دا ډول نامناسبه رویو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده". د دې کمېسون په وینا پاڼې کې راغلي دي چې "وزارت چارواکو دوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی د پلټنو پایلې به ورسره شریکوي". خو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خپله په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېر کې د طالبانو مشرانو د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبي ډلو ترمنځ پر یو والي تاکېد کړی دی. خو ځینې داسې هم لیدل شوي چې د حنفي فقې برلاسی یې غوښتي.