په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د برېښنا کمښت لاملونه څه دي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
افغانستان کې د هوا له تودېدو سره د برېښنا پرچاوۍ بې سارې ډېره شوې او د کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري.
د تېلو د بیې په لوړېدو سره دا شکایتونه لا پراخ او د برېښنا د کمي له امله خلک او صنعتکاران له ستونزو سره مخامخ دي.
په ځانګړې توګه د افغانستان په تر ټولو ګڼ مېشتي ښار کابل کې دا شکایتونه ډېر دي.
د ځینو ناحیو اوسېدونکي وايي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څلور ساعته برېښنا لري او له دې امله د دوی ورځنی ژوند، سوداګریز او صنعتي فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د برېښنا شرکت بیا وايي، برېښنا ځکه کمه شوې چې خلک یې ډېره کاروي.
په افغانستان کې د برېښنا کموالی هغه اوږدمهاله ستونزه ده چې خلک وايي د دوی ژوند، تعلیم، کاروبار او صنعیت یې ډېر زیانمن کړي دي.
په تېرو درېیو ورځو کې په کابل کې د هوا تودوخه تر ۳۶ درجو رسېدلې، په ځینو نورو ولایتونو لکه کندهار او ننګرهار کې بیا د تودوخې درجه له ۴۰ هم اوړي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو بي بي سي ته وویل چې د برېښنا پرچاوۍ لوی دلیل په ګرمه هوا کې د برېښنا ډېر کارول دي او بله دا چې د برېښنا د وېش شبکه محدود ظرفیت لري.
د دې دولتي شرکت چارواکي وايي د دې ستونزې د حل لپاره هلې ځل دوام لري او غواړي د برېښنا شبکه پراخه، نوي سب سټېشنونه جوړ او په دې برخه کې پانګونه ډېره شي.
خو په ټوله کې د برېښنا د وېش شبکې کمزوري هم یوه لویه ننګونه ده چې له امله یې د برېښنا ضایعات هم له معمول ډېر دي.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا کوچنۍ برخه تولیدوي او لویه برخه یې له نورو هېوادونو واردوي.
له اووه سوه تر اته سوه میګاواټه برېښنا له ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایرانه واردیږي.
د افغانستان خپل داخلي تولید بیا له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میګاواټه پورې دی.
د برېښنا داخلي تولید د افغانستان د اړتیا پر تله ډېر کم دی، ځکه د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان تر دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د برېښنا پرلپسې کمی د کورنیو لپاره د ستونزو ترڅنګ هېواد کې پر اقتصادي فعالیتونو، خدمتونو او کاروبارونو اوږدمهاله اغیزې لرلی شي.
د بلخ په څېر ځینو ولایتونو کې بیا خلک د برېښنا د بیې له لوړېدو هم شکایت لري.
د افغانستان برېښنا شرکت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په یوه ساعت کیلوواټ برېښنا له دوه افغانۍ تر شپږ افغانۍ لګښت راځي.
د برېښنا شرکت د بیو له مخې د کورونو برېښنا لګښت د یوه کیلوواټ لپاره شاوخوا دوه افغانۍ حسابیږي، خو په ځینو نورو ولایتونو کې ان تر شپږ اعشاریه ۲۵ افغانۍ پورې رسیږي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان کې څه د پاسه شپیته سلنه خلک برېښنا نه لري.
په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې او په ځینو ولایتونو کې ان ښارونو ته نژدې سیمې هم برېښنا نه لري.
خو د برېښنا د دې پراخې اړتیا یوه برخه په کورونو او کروندو کې د لمریزې برېښنا په کارولو پوره کېږي.
ځینې خلک او کارخونې له جنریټرونو هم کار اخلي، خو د تیلو بیو لوړېدو سره د جنریټر کارول هم ستونزمن شوي او اقتصادي نه دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې تر هغه چې پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه کمه نه شي او د هېواد د کورني برېښنا تولید ظرفیت په څرګند ډول لوړ نه شي، د دوبي له موسم او د برېښنا د مصرف له زیاتېدو سره به په کابل او نورو ولایتونو کې د پراخو برېښنا پرچاویو د تکرار احتمال لا هم موجود وي.


















