د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت سرچینې: دعوت پوهنتون به خپلې چارې د پخوا په څېر مخ ته وړي

په کابل کې د دعوت خصوصي پوهنتون ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Dawat University

د عکس تشریح، ارشیف - په کابل کې دعوت خصوصي پوهنتون
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت په لوړو زدکړو وزارت کې سرچېنو بي بي سي ته ویلي، چې دعوت خصوصي پوهنتون به خپلې "چارې د پخوا په څېر مخ ته وړي."

د دغو سرچېنو په وینا، وزارت دعوت پوهنتون لپاره "لنډ مهالې رهبري" معرفي کړې چې چارې مخ ته یوسي او په دې موده کې به د طالبانو حکومت عدلیې وزارت او دعوت پوهنتون خپله دعوه مخ ته وړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت عدلیې وزارت ادعا کوي چې د دعوت پوهنتون د ځمکې یوه برخه "امارتي" ده او دا چې دغه پوهنتون د عبد رب رسول سیاف له ګوند سره تړلی دی.

بي بي سي ته مالومه شوې چې د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت د کابل طبي پوهنتون یو مرستیال د دعوت پوهنتون لنډمهالی مشر ټاکلی دی.

دعوت پوهنتون د شنبې پر ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې خپلې علمي، تدریسي او اداري چارې ځنډوي.

په اعلامیه کې راغلي وو، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت دغه پوهنتون لپاره نوی رهبري پلاوی ټاکلی او د دوی له نظره د پوهنتون د ادارې او بنسټ اېښودونکو له رضایت او موافقې پرته د نوي مشرتابه ټاکنه قانوني مشروعیت نه لري.

په اعلامیه کې راغلي وو: ''طالبانو له کوم شرعي، قانوني او اداري موجه دلیل او د ادارې او بنسټ اېښودونکو له رضایت پرته دا بنسټ په زور نیولی او د خپلې خوښې رهبري یې ورته ټاکلې ده.''

د پوهنتون د اعلان له مخې، تر هغو چې د دې ادارې حقوقي او قانوني وضعیت روښانه شوی نه وي، د ۱۴۰۵ کال د سنبلې له ۲۹مې نېټې به ټولې علمي، تدریسي او اداري چارې درېدلې وي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزارت دعوت پوهنتون لپاره د نوې رهبرۍ د ټاکلو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.

'دعوت او جهاد پوهنتون' په ۱۳۶۳ کال کې د افغانستان د پخواني جهادي مشر عبد رب رسول سیاف لخوا پېښور کې تاسیس شوی و.

دغه تعلیمي مرکز په پاکستان کې له څو کلن فعالیت وروسته د مجاهدینو د حکومت پر مهال له کابل پوهنتون سره مدغم شو، خو په ۱۳۸۸ کال کې یې بېرته د خصوصي پوهنتون په توګه فعالیت پیل کړ.

د دعوت پوهنتون د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا دوه زره محصلان دغه پوهنتون کې د لیسانس او ماسټرۍ په پروګرامونو کې زدکړې کوي.

دغو معلوماتو کې زیاته شوې، چې دعوت پوهنتون تر اوسه له لس زرو ډېر محصلان فارغ کړي دي.

طالبانو څلور ورځې مخکې د 'خاتم‌النبیین' خصوصي پوهنتون فعالیت هم بند کړی و.

د عکس سرچینه، Khatam-al-nabeien University

د عکس تشریح، څو ورځې مخکې په کابل کې د 'خاتم‌النبیین' خصوصي پوهنتون فعالیت هم ودرول شو

د طالبانو د حکومت لوړو زدکړو وزارت تېره اوونۍ په کابل کې د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون فعالیتونه هم وځنډول.

دغه وزارت ویلي وو چې د خاتم‌النبیین پوهنتون فعالیتونه د ''لوړو زدکړو وزارت د پالیسۍ نه پلي کولو، اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي او د پوهنتون د حیثیت او اعتباره د ناسمې ګټې اخیستنې'' له امله درول شوي دي.

خاتم‌النبیین پوهنتون د افغانستان د وتلي شیعه دیني عالم ایت‌الله محمد اصف محسني له خوا تاسیس شوی.

نوموړی په ۱۳۹۸ کال کې په کابل کې وفات شوی و.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او سیاسي سازمانونو فعالیتونه منع کړي دي. خو د دعوت پوهنتون مسوولینو ټینګار کړی چې: ''پوهنتونونه باید د سیاست او سیاسي شخړو قرباني نه شي.''

د دعوت پوهنتون ادارې د طالبانو وروستۍ پرېکړه د خپلو بنسټ اېښودونکو او ادارې د حقونو پر وړاندې ''ښکاره تېری'' بللی او په وینا یې: ''دعوت پوهنتون هېڅکله سیاسي بنسټ نه دی پاتې شوی، بلکې یو علمي او تعلیمي مرکز و.''

د خاتم‌النبیین پوهنتون مسوولینو هم په دغه تعلیمي بنسټ کې د هر ډول سیاسي فعالیت ادعاوې رد کړې دي.