د تصویرونو البم: کندهار کې د قربانۍ څارویو د پېر او پلور بازار

هر کال په نړۍ کې سلګونه میلیونه مسلمانان د لوی اختر پر مهال قربانۍ کوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کندهار په یوه ځايي بازار کې خلک د قربانۍ لپاره څاروي پېري
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان د نورو سيمو په څېر کندهار کې خلک د لوی اختر له رارسېدو سم د قربانۍ لپاره څاروي پېري او پلوري. لوی اختر، چې د قربانۍ اختر په نوم هم یادېږي، د اسلام له مهمو مذهبي لمانځنو څخه دی. د دې اختر پر مهال مسلمانان قرباني کوي او غوښه یې پر کورنۍ، دوستانو او اړمنو کسانو وېشي.

په بازارونو کې خلک د قربانۍ څاروي د عمر معلومولو لپاره د څاروي غاښونه ګوري، ځکه د اسلامي اصولو له مخې د قربانۍ څاروی باید ټاکلي عمر ته رسېدلی وي. همداراز څاروي باید روغ، تکړه او له ښکاره عیبونو پاک وي.

هر کال په نړۍ کې سلګونه میلیونه مسلمانان د لوی اختر پر مهال قرباني ترسره کوي. د نړۍ د شاوخوا دوه میلیارده مسلمانانو له ډلې هغه کسان چې مالي وس او توان ولري، قرباني کوي. په ډېرو اسلامي هېوادونو کې میلیونونه پسونه، غواګانې او اوښان د اختر په ورځو کې حلالېږي.

ویل کېږي چې د خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو له لارې هر کال میلیونونه کورنیو ته د قربانۍ غوښه رسېږي، او د قربانۍ دا لړۍ د نړۍ له سترو کلنیو خوراکي مرستو شمېرل کېږي.

په ډېرو اسلامي هېوادونو کې میلیونونه پسونه، وزې، غواګانې او اوښان د اختر په ورځو کې حلالېږي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په عام ډول د قربانۍ غوښه په درې برخو تقسيمېږي او په کورنۍ، دوستانو او اړمنو کسانو وېشل کېږي
د نړۍ د شاوخوا دوه میلیارده مسلمانانو له ډلې هغه کسان چې مالي وس ولري، د اسلامي شریعت له مخې قرباني کوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ځینې وخت د څارویو پلورونکي د پېژندګلوي لپاره خپل څاروي په بېلابېلو رنګونو رنګوي
د قربانۍ بازارونو کې د پسونو، وزو او غواګانو پېر او پلور دوام لري

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د څارویو پېرل د لوی اختر لپاره د چمتووالي مهمه برخه ګڼل کېږي
خلک هڅه کوي د قربانۍ لپاره داسې څاروی وپېري چې روغ، تکړه او یو څه چاغ وي او بې عیبه وي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، خلک خپلې غواګانې، پسونه او وزې بازارونو ته بیايي چې له اختر مخکې یې په ښه بیه وپلوري