د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې لپاره د دې هېواد ځینو پاسپورټونو کې د ټرمپ انځور چاپ شوی

د عکس سرچینه، US State Department
- Author, ګریس الیزا ګوډون
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې لپاره د دې هېواد پاسپورټ یوه نوې ځانګړې بڼه معرفي کړې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عکس پکې دی خو دا ډول پاسپورټونه کم چاپ شوي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د پاسپورټ د نوې ډیزاین شوې پاڼې انځور خپور کړ.
په دې پاڼه کې د هغه انځور ښکاري، چې خپل لاسونه یې موټی کړي او د "ریزالیوټ (امریکا ته د برېتانیا د یوې پخوانۍ ملکې لخوا ورکړل شوې ډالۍ" پر مېز یې لګولي دي، د شالید په برخه کې د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه ښکاري، چې لاسلیک یې ترې لاندې چاپ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ځانګړي پاسپورټونه به د جولای له ۶مې نېټې څخه تر هغو موجود وي، چې زېرمه یې ختمه شي.
دا د ولسمشر له هغو وروستیو ګامو څخه یو بل دی، چې غواړي امریکايي ادارې، فدرالي ودانۍ، ویبپاڼې او رسمي اسناد له خپل نوم یا انځور سره ونښلوي.
ټرمپ په «ټروت سوشل» کې لیکلي:
"د امریکا نوی پاسپورټ، چې پکې لیکل شوي: ښه راغلاست، خو ښه چلند وکړئ! "
دا جمله دې نویو دیزاین شویو پاسپورټي پاڼو په انځورونو کې، چې ټرمپ خپاره کړي نه ښکاري.
سپینې ماڼۍ هم دغه انځورونه په خپل اېکس پاڼه بیا خپاره کړي او دا نوی سند یې "وطنپال پاسپورټ" بللی دی.
دا نوی ډیزاین شوی پاسپورټ اوس مهال ډېر کم شمېر کې شته دي او یوازې د امریکا اتباع یې ترلاسه کولی شي.
د دوی په خبره د امریکا وګړي نه شي کولای د دې پاسپورټ لپاره آنلاین یا د پوست له لارې غوښتنلیک ورواستوي.
دوی باید د واشنګټن ډي سي د پاسپورټ ادارې ته د ورتګ وخت واخلي او ورشي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د پاسپورت غوښتونکي کولای شي په هغو ځانګړو مراسمو کې هم وخت ونیسي، چې د دې یادګاري پاسپورټ لپاره جوړ شوي دي.
تر دې دمه د وزارت په ویبپاڼه کې یوازې دوه داسې مراسم ثبت شوي، چې د واشنګټن د پاسپورټ په اداره کې ترسره کېږي.
ویل شوي، د نویو مراسمو له اعلان سره به نور ځایونه هم دې لېست ته ورزیات شي.
د امریکا اوسني پاسپورټونه د دې هېواد د تاریخ د بېلابېلو صحنو انځورونه وړاندې کوي، لکه: سپوږمۍ ته د انسان تګ، او همدارنګه امریکايي ملي سمبولونه لکه د آزادۍ مجسمه.
لا هم روښانه نه ده، هغه کسان، چې په واشنګټن کې په حضوري ډول د پاسپورټ غوښتنه کوي، کولای شي له دې ځانګړې نسخې څخه تېر شي او عادي پاسپورټ وغواړي که نه.
دا یادګاري پاسپورټ لومړی ځل د اپرېل په میاشت کې اعلان شوی و، خو هغه مهال یې ډیزاین لږ توپیر درلود.
په هغه بڼه کې یوازې د ټرمپ مخ ښودل شوی و، لاسلیک یې په طلایي رنګ و، نه په تور او د "۲۵۰" شمېرې هم پکې نه وې.
دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ژوندی او برحال ولسمشر د امریکا په پاسپورټ کې خپل انځور ځای پر ځای کوي.
د امریکا د سکو جوړولو ادارې (US Mint) هم په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې د روان دوبي د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې په مناسبت به د ټرمپ انځور لرونکې یادګاري طلایي سکه هم جوړه کړي.
همدارنګه ټاکل شوې، چې ټرمپ به لومړنی برحاله امریکایی ولسمشر وي، چې لاسلیک یې د امریکا پر بانکنوټونو چاپېږي.
د امریکا پر رسمي سندونو خپل نوم او انځور ځای پر ځای کولو سربېره، ټرمپ هڅه کړې وه، چې په واشنګټن ډي سي کې خپل دایمي اغېز پرېږدي.
د بېلګې په توګه، هغه غوښتل د "کینیډي هنرونو مرکز" ته خپل نوم ورزیات کړي، خو وروسته دا نوم لېرې شو.
همدارنګه یې د "آرک ډي ټرمپ" په نوم د یوه ستر برج (طاق) د جوړولو پلان اعلان کړی و، چې ویل کېږي د پاریس د "آرک ډي تریومف" په څېر به په واشنګټن کې جوړ شي.





















