بریتانیا کې اوه افغانان د 'ماشومانو پر جنسي ځورونې' تورن شوي دي

پولیس

د عکس سرچینه، Norfolk Police

د عکس تشریح،
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په بریتانیا کې اوه افغانان د ماشومانو پر جنسي ځورونې تورن شوي دي. د ماشومانو د ډله ییزې جنسي ځورونې په اړه د یوې څېړنې په ترڅ کې دغه کسان پر ۴۰ مواردو تورن شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ یو بل کس په ایرلنډ کې د همدغې قضیې په تړاو نیول شوی دی.

د انګلېستان د ختیځ ښار نورفولک پولیسو ویلي، دا اوه کسان چې شپږ یې ۲۰ کلن دي او یو یې ۲۱ کلن دی، ټول د افغانستان وګړي چې د چهارشنبې په ورځ اوو بېلابېلو ځایونو کې د عملیاتو پر مهال ونیول شول.

دا تورونه د دوو نجونو اړوند دي چې د دغو ادعا شوو جرمونو پر مهال د پېغلتوب په لومړیو او منځنیو کلونو کې وې.

ویل شوي چې دا پېښې د ۲۰۲۳ کال د اګست او د ۲۰۲۵ کال د مې ترمنځ په نورویچ کې شوې دي.

ټولو اوو تورنو کسانو د نورویچ په لومړنۍ محکمه کې د ژباړونکي په مرسته خپل نومونه، عمرونه او پتې تایید کړې دي.

پولیسو ویلي چې له پناه غوښتنې وروسته دا کسان د کډوالو په توګه منل شوي وو.

پولیس

د عکس سرچینه، Norfolk Police

د پولیسو د معلوماتو له مخې، له تورنو کسانو پنځه تنه د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته راغلي وو او یو یې په پټه د یوې لارۍ په منځ کې بریتانیا ته داخل شوي او بل یې د یوه بندر له لارې دې هېواد ته رارسېدلی و.

له ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي مسؤله وزیره ناتالي فلیت وايي، دا قضیې ډېرې وحشتناکې دي او دا چې مشکوک کسان له ناقانونه لارو هېواد ته داخل شوي، د دې مسلې زړه‌بوږنوونکی اړخ نور هم څرګندوي.

هغې زیاته کړه: "هر څوک چې په دغو جرمونو محکوم شي، باید د قانون له بشپړ ځواک سره مخ شي او حکومت په ښکاره ویلي چې خطرناک بهرني مجرمان په بریتانیا کې ځای نه لري".

د نورفولک پولیسو دا هم ویلي چې د جمعې په ورځ، د څېړنې په لړ کې، یو اتم کس چې ۱۹ کلن دی، په ایرلنډ کې د دې قضیې په تړاو نیول شوی.

یاد شوي اوه تورن کسان په موقتي توقیف کې ساتل کېږي او ټاکل شوې چې د جون پر ۱۹مه به د نورویچ شاهي محکمې ته وړاندې شي.

دوی کې :

احمد دین احمدزی چې ۲۰ کلن دی د جنسي تیري نهو تورونو، د انساني قاچاق یو تور او د عدالت په مخ کې خنډ کېدو بل تور سره مخامخ دی.

جمیل خلیلي چې ۲۰ کلن دی د جنسسي تېري اوو، جنسي تېري ته د هڅونې ، انساني قاچاق یویو تور سره مخامخ دی.

فضل اوریا خېل چې ۲۰ کلن دی د جنسي تېري یو تور سره مخامخ دی.

قېس کاکړ چې ۲۰ کلن دی د جنسي تیري څلور تورونه، او جنسي تېري کې مرسته کولو یو تور پرې لګول شوی دی،

محمد فاروق شینواری چې ۲۰ کلن دی د جنسي تیري دوه تورونه پرې لګول شوی دي.

علي احمد چې ۲۱ کلن دی د جنسي تېري یو او انساني قاچاق کې مرسته کولو درې تورونو سره مخامخ دی.

سید وحید داودزی چې ۲۰ کلن دی د جنسي تیري څلور تورونه، او جنسي تېري سره د مرستې یو تور پرې لګول شوی دی.

د دې قضیې مسؤلې افسرې اسټیسي موري وویل: "غواړم ټولو ته ډاډ ورکړم چې موږ دا څېړنه په بشپړ دقت سره پر مخ وړو".