چین غواړي د ایران جګړه پایته ورسېږي خو په هغه ډول نه چې ټرمپ یې غواړي

د عکس سرچینه، BBC / Getty Images
- Author, سعید جعفري
- دنده, سیاسي شنونکی
- Author, ګرېس ټوئي
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
امریکا ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د مهم او له خطرونو ډک سفر څو ورځې وړاندې، بیجینګ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوربه و.
چین له هغه راهیسې، چې اووه میاشتې مخکې د ایران جګړه پیل شوې، په خپله دریځ کې پرلهپسې ډول ثابت پاتې شوی دی.
چین پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه او همدارنګه د تهران پر وړاندې د واشنګټن بندیزونه غندلي دي.
په ورته وخت کې چین په وار وار د جګړې د پای ته رسولو او په ځانګړې توګه یې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.
چین د تېلو پراخو زېرمو او د انرژۍ د بېلابېلو ډولونو ستراتیژۍ له امله تر اوسه د ایران د جګړې اغېز په ښه توګه زغملی دی.
د اېکزیټر پوهنتون د چین منځني ختیځ د چارو کارپوه انډریا غیسېلي وايي، چین کولای شي دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره وزغمي، خو اقتصادي لګښتونه به یې لا زیاتېږي.
خو نوموړی وايي، چین اړ دی، چې د جګړې د پای ته رسېد ترڅنګ د خپلې علاقې نورو جیوپولیټیکي لومړیتوبونو ترمنځ توازن وساتي.
ډاکټر غیسېلي زیاتوي، "چین نه غواړي، دا شخړه له امریکا سره په اړیکو کې د خنډ او ستونزې لامل شي" خو په ورته وخت کې به "د ایران بنسټیزې ګټې او غوښتنې هم له نظره نه اچوي. "
نوموړی تشریح کوي: "ایران او چین په عمومي ډول له یو بل سره همغږي دي او دوی د امریکا او اسرائیلو تېري کوونکي اقدامات د دې دلیل په توګه ویني، چې ولې دا شخړه رامنځته شوه او ولې لا هم روانه ده. "
انرژي او اقتصاد
د نړیوال بحران ډلې د حمید رضا عزیزي په وینا، چین د انرژۍ د یوه لوی مصرفوونکي په توګه "د جګړې له دوام څخه زیان ویني. "
د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې د ۲۰۲۵ کال د یوه راپور له مخې، تېل د چین د ټولې انرژۍ د مصرف شاوخوا پنځمه برخه جوړوي، خو د چین د تېلو له ۷۰ سلنې څخه ډېره برخه له بهر څخه واردېږي.
تېر کال هره ورځ شاوخوا ۱.۴ میلیونه بېرله ایراني تېل د چین د خامو تېلو د وارداتو یوازې ۱۲ سلنه جوړوله.
دا کچه د منځني ختیځ د نورو هېوادونو پرتله ډېره کمه وه، ځکه د منځني ختیځ نورو هېوادونو د چین د خامو تېلو د وارداتو ۴۲ سلنه برخه برابروله.
چین توانېدلی، چې له ایران او د خلیج له نورو تولیدونکو څخه د له لاسه ورکړل شویو تېلو یوه برخه د روسیې، برازیل او نورو صادرونکو هېوادونو له اکمالاتو سره بدله کړي.
خو له سیمې څخه د اخیستل کېدونکي ګاز بدیل موندل به تر دې د پام وړ ډېر ستونزمن وي.

د عکس سرچینه، Reuters
د چین د تېلو پراخو زېرمو له دغه هېواد سره مرسته کړې، چې د جګړې له امله رامنځته شوی د انرژۍ ناڅاپي کمښت وزغمي.
د چین د تېلو د زېرمو اندازه لا هم دولتي راز ده، خو د اټکلونو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې دا زېرمې له یو میلیارد څخه تر ۱.۴ میلیارد بېرلو پورې وې.
په امریکا کې د کولمبیا پوهنتون د چین د انرژۍ څېړونکې اریکا ډاونز وايي، "که چین جګړه د شاوخوا ۱.۴ میلیارد بېرلو تېلو له زېرمو سره پیل کړې وای، نو دا به د ۲۰۲۵ کال د کچې له مخې له منځني ختیځ څخه د ۲۵۴ ورځو وارداتو لپاره بسنه کړې وای. "
نوموړې زیاتوي، چې د چین د تېلو زېرمه ښايي تر دې هم اوږده موده دوام وکړي، ځکه د جګړې له پیل سره سره لا هم د منځني ختیځ ځینې واردات چین ته رسېدلي دي.
خو د رویټرز د اسیا د اجناسو د کالم لیکونکي کلاید رسل په وینا، چین په تېرو څلورو - دریو میاشتو کې، چې اګست هم پکې شامل دی اړ شوی، له خپلو تېلو زېرمو څخه استفاده وکړي.
ډاکټر ډاونز وايي، "بیجینګ ښايي غوره وبولي چې د خپلو زېرمو له کمولو څخه ژر تر ژره لاس واخلي، څو د اړتیا پر مهال یوه کافي ستره ذخیره ورسره پاتې وي. "
او که د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي او د باب المندب تنګي خپل کنټرول لا پیاوړی کړي، نو د نړۍ د انرژۍ بازار ښايي لا ډېر بېثباته شي.
هغه اقتصادي ستونزې، چې د ایران جګړې رامنځته کړې، ان ښايي د نړۍ د یوه اقتصادي بحران لامل شي؛ او دا به د چین د صادراتو پر بنسټ اقتصاد لپاره بد خبر وي.
له ۲۰۱۹ کال راهیسې د چین اقتصادي وده ورو شوې ده.
د نړۍ دویم لوی اقتصاد له یوې خوا د املاکو له بحران، له لوېدیځ سره د سوداګریزو ترینګلتیاوو او له بلې خوا د سیمهییزو حکومتونو له زیاتېدونکي پور سره مخامخ دی.
د واشنګټن ډي سي په مرکز کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز، چې یوه څېړنیزه اداره ده، د معلوماتو له مخې په تېر کال کې خالص صادرات د چین د ناخالص کورني تولید (GDP) د ودې ۳۲.۷ سلنه جوړوله، چې له ۱۹۹۷ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه وه.
په داسې حال کې، چې د کورني مصرف کچه لا هم کمزورې ده، صادرات د چین د اقتصادي ودې اصلي محرک پاتې شوي دي.
بندیزونه، سمندري کلابندي او خبرې اترې
په داسې حال کې، چې جګړه د بېپایلې نښتې یا بنبست بڼه خپلوي، د ټرمپ اداره پر تهران خپل اقتصادي فشار لا زیاتوي.
واشنګټن خبرداری ورکړی، هغه شرکتونه، بانکونه او هېوادونه چې د ایران له اقتصاد څخه ملاتړ کوي، ښايي له ثانوي بندیزونو سره مخامخ شي.
تر اوسه امریکا د چین له سترو بانکونو د کوم یوه په نښه کولو څخه ډډه کړې، سره له دې چې پر څو چینايي شرکتونو او ادارو یې بندیزونه لګولي دي.
دا احتیاط په داسې وخت کې کېږي چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ سوداګریزې ترینګلتیاوې لا هم ډېرې دي.
بیجینګ په عامه توګه د واشنګټن له هغې غوښتنې سره موافقه نه ده کړې چې له ایران سره د مالي فشار په کمپاین کې ورسره یوځای شي. چین استدلال کوي چې د "غیرقانوني یو اړخیزو بندیزونو" مخالفت کوي او له ایران سره یې همکاري د نړیوال قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، Handout/Houthi Military Media Centre via EPA
د ایران د چارو شنونکی عزیزي وايي، چین ښايي د امریکا د فشار له امله د ایران د تېلو له پېرلو شاته نه شي.
دی وايي: "چینایان نه غواړي داسې یو مثال وګرځي، چې له مخې یې متحده ایالات وکولای شي د فشار له لارې چینايي شرکتونه او بانکونه اړ کړي، چې د امریکا تګلارې پلي کړي."
خو د امریکا سمندري کلابندۍ د ایران وړتیا په جدي ډول محدوده کړې، چې خپلو چینايي پېرودونکو ته تېل ورسوي.
د رویټرز د راپور له مخې، ایران د مارچ په میاشت کې هره ورځ دوه میلیونه بېرله تېل صادرول، خو دا شمېر په اګست کې هره ورځ له ۲۲۰ زرو څخه تر ۲۵۵ زرو بېرلو پورې راټیټ شو. همدارنګه، د جولای په ۱۴مه د امریکا له خوا د سمندري کلابندۍ له بیا پیل راهیسې، د ایران د خامو تېلو هېڅ بار وړونکې ټولګه نه ده توانېدلې چې د هرمز له تنګي تېره شي او چین ته ورسېږي.
په امریکا کې د جورج واشنګټن پوهنتون د ایران د چارو کارپوه محمد قایدي وايي، که کلابندي دوام وکړي، د ایران او چین ترمنځ سوداګري به په زیاتېدونکي ډول په ځمکنيو لارو پورې محدوده شي؛ هغه لارې چې د سمندري ترانسپورت پرتله ډېرې ګرانې دي او د صادراتو د لېږد لپاره یې ظرفیت هم ډېر کم دی.
د چین دا غوښتنه چې د مالي بندیزونو اغېزې راکمې شي، دا معنا نه لري چې چین د سمندري محاصرې د ننګولو وړتیا یا لېوالتیا هم لري.
د داسې محاصرې ماتول ښايي بیجینګ له واشنګټن سره د مقابلې یوې بشپړې بلې کچې ته داخل کړي.
هېڅ داسې نښه نه لیدل کېږي چې د چین مشرتابه دې د داسې لګښت د منلو لپاره چمتو وي.
ډاکټر غیسېلي وايي، چین خپله "د جګړې د خبرو اترو له لارې د پای ته رسېدو ترجیح" روښانه کړې ده او زیاتوي چې چین به ښايي ایران له دې منع کړي چې شخړه نوره هم پراخه کړي.
هغه وايي، "چین کولای شي او ښايي له دې سره مرسته وکړي چې خبرې اترې بېرته پیل شي. ان ښايي پر ایرانیانو فشار راوړي چې ځینې داسې امتیازات ومني چې له ولسمشر ټرمپ سره مرسته وکړي څو د یو ډول بریا ادعا وکړي او له دې څخه د جګړې د پایته رسولو لپاره د یوه دلیل په توګه استفاده وکړي. "
خو نوموړی وايي، چین به ټینګار وکړي چې په هر ډول هوکړه کې د خپل شریک، ایران، لپاره مشخصې لاسته راوړنې شاملې وي؛ لکه د بندیزونو لرې کول، کنګل شوو پیسو ته لاسرسی او د پوځي بریدونو پایته رسول.























