کونړ کې د پاکستان بریدونو له امله وژل شوي خاورو ته وسپارل شول

د ویډیو تشریح، کونړ کې د پاکستان بریدونو له امله وژل شوي خاورو ته وسپارل شول
کونړ کې د پاکستان بریدونو له امله وژل شوي خاورو ته وسپارل شول
د خپرېدو وخت

په کونړ کې د تېرې شپې د "پاکستاني پوځ هوايي‌ بریدونو" کې دری تنه وژل شوي خاورو ته سپارل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او ځايي‌ اوسېدونکي‌ وايي، وژل شوي او ټپيان "ولسي وګړي"‌ او د یوې کورنۍ غړې دي چې په دوی کې يوه مېرمن، ماشوم او د هغوی پلار شامل دي. د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې بریدونو کې دوې مېرمنې او دوه نارينه هم ټپيان شوي چې په وینا یې ملکي وګړي دي.

خو د پاکستان حکومت بيا ادعا کوي، په بریدونو کې یې د "ترهګرو مرګزونه" په نښه کړي دي.