هغه ځواک چې ښايي د نړیوال جام پایلوبه کې اسپانیا پر ارجنټاین برلاسې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سیزار ازپیلیکویټا
- دنده, بي بي سي - سپورت
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
(دا د سیزار ازپیلیکویتا لیکنه ده، چې د اسپانیا فوټبال ملي لوبډلې پخوانی غړی و او اوس د بي بي سي سپورټ څانګې لپاره کالمونه لیکي.)
د پایلوبې شېبې را رسېدلې، اسپانیا اوس د نړیوال جام له دویمې اتلولۍ یوازې یو ګام لرې ده.
د نړیوال جام ګټلو لپاره موږ کوم فوقالعاده کار ته اړتیا نه لرو.
یوازې باید ارام واوسو او هماغسې لوبه وکړو لکه تر اوسه مو چې کړې ده.
زه د بي بي سي لپاره د ټولو سیالیو له پوښښ وروسته اوس بېرته مادرید ته راستون شوی یم.
زما په اند، په ټوله اسپانیا کې دا باور شته چې موږ به د یکشنبې په ورځ ارجنټاین ته ماتې ورکړو او د ۲۰۱۰ کال په څېر به یو ځل بیا د نړیوال جام اتلولي خپله کړو.
د دې باور لپاره څو دلیلونه شته، د یورو ۲۰۲۴ اتلولي، د ۳۷ پرلپسې لوبو نه ماتېدونکی ریکارډ، او تر ټولو مهمه یې په نیمه پایلوبه کې د فرانسې پر وړاندې بریا ده.
د اسپانیا لوبډلې تر ټولو ستر قوت د دوی ټولیزه لوبه او ذهني پیاوړتیا ده.
لوبغاړي د یوې ریښتینې ډلې په توګه لوبه کوي.
هغوی خپله روښانه او ځانګړې لوبنیزه پېژندګلوي لري او پر هغې بشپړ باور لري.
همدا لامل دی چې په هره لوبه کې په خپل ځانګړي سبک او تګلارې سره لوبه کوي.

د عکس سرچینه، CameraSport via Getty Images
د کېپ ورډ پر وړاندې زموږ د نړیوال جام لومړۍ لوبه مساوي پای ته ورسېده.
دا هغسې پایله نه وه چې موږ یې تمه لرله.
خو لوبډله وارخطا نه شوه او د لوبې خپل انداز یې بدل نه کړ.
د حذفي پړاو په لوبو کې هم د پرتګال او بلجیم پر وړاندې همدا حالت ولیدل شو.
د بریا ګول لپاره مو تر وروستیو شېبو پورې مبارزه وکړه، خو لوبډلې خپله حوصله او زغم له لاسه ور نه کړل.
په نیمه پایلوبه کې د فرانسې پر وړاندې، سره له دې چې لومړی مو برلاسي ترلاسه کړه، د لوبډلې چلند بیا هم هماغسې پاتې شو.
فرانسه د دې سیالیو د ګټلو له سترو نوماندانو څخه وه او په پخوانیو لوبو کې یې ډېر ګولونه وهلي وو.
خو له دې سره هم اسپانیا یوازې د خپل برترۍ ساتلو لپاره خپله لوبه بدله نه کړه.
لوبډله مثبته پاتې شوه او په خپل ځانګړي سبک یې لوبې ته دوام ورکړ.
د خپلې لوبنیزې پېژندګلوۍ ساتل او پر هغې ټینګ پاتې کېدل د دې لوبډلې تر ټولو لوی ځواک دی، په ځانګړي ډول اوس چې پایلوبه مخ ته ده.
اسپانیا ښايي په لوبډله کې ځینې لوبغاړي بدل کړي، خو د دوی تګلاره او فکر نه بدلېږي.
د لوبډلې موخه تل دا وي چې توپ په خپل واک کې وساتي او د امکان تر حده د لوبې کنټرول له لاسه ور نه کړي.
طبعاً هره لوبه خپل ځانګړي شرایط لري، خو په دې نړیوال جام کې تر اوسه د اسپانیا په اوو لوبو کې یو ځل هم داسې نه دي شوي چې لوبډله دې له سیال وروسته شوې وي.
دا په خپل ځای یوه ځانګړې لاسته راوړنه ده.
که پایلوبه کې د ارجنټاین پر وړاندې وروسته هم شو، بیا هم به زموږ فکر او لوبنیز سبک بدلون ونه مومي.
موږ به د لوبې له پیله تر پایه هماغه زغم، باور او ارامي وساتو چې د ټولو سیالیو په اوږدو کې زموږ د لوبډلې نښه او ځانګړنه وه.

د عکس سرچینه، Nicolò Campo/LightRocket via Getty Images
په اسپانیا کې هر څوک د پایلوبې په تړاو له باور او ډاډه ډک دي، خو یقیناً ارجنټاین به هم همداسې احساس لري.
په هر صورت ارجنټاین د نړۍ اوسنی اتل دی او په دې سیالیو کې یې هم د خپلو غوره لوبو له لارې وښودله چې د اتلولۍ د بیا ګټلو قوي وړتیا لري.
دا لوبه به په بې سارې ډول سخته او له سیالۍ ډکه وي، په ځانګړي ډول ځکه چې لیونل میسي په ډېر ښه فارم کې دی.
هغه د ټول ټورنمنټ په اوږدو کې خپل شور، اراده او د بریا تنده په ښکاره ډول ښودلې ده.
اسپانیا لوبډله ښه پوهېږي چې میسي د لوبې په هره شېبه کې د سیالۍ مسیر بدلولی شي.
د بېلګې په توګه، د انګلنډ پر وړاندې په لوبه کې هغه په خپل موقعیت کې بدلون راوست، ښي اړخ ته لاړ، چې زیات ځای پیدا کړي، او له هماغې سیمې یې پر لوبې اغېز وکړ او د سیالۍ بڼه یې بدله کړه.
خو اسپانیا یوازې لیونل میسي نه، بلکې د ارجنټاین د لوبډلې نور لوبغاړي هم ښه پېژني.
موږ ښه پوهېږو چې دا لوبډله څومره خطرناکه ده او د اتلولۍ د جام د ګټلو لپاره تر کومې کچې مبارزه او قرباني ورکولی شي.
زه له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ پورې د اتلېتیکو مادرید لوبغاړی وم. په دې موده کې ما د ارجنټاین له ځینو لوبغاړو سره یوځای لوبه کړې ده.
له همدې امله زه د هغوی له ذهنيت او لوبیز کیفیت دواړو سره له نږدې بلد یم.
له هغو لوبغاړو یو جولین الواریز دی. زما په اند، هغه یو بشپړ او هر اړخیز لوبغاړی دی.
هغه نه یوازې یو دودیز ۹ نمبر سټرایکر دی او نه هم د ۱۰ نمبر په څېر لوبغاړی چې شاته راځي او لوبه تنظیموي.
هغه په وینګ (څنډه) کې هم لوبه کولی شي او د میدان په هره برخه کې فعال پاتې کېدل خوښوي.
ډېری وختونه هغه شاته راګرځي او د لوبې بېلابېلې برخې سره نښلوي. خو کله چې د ګول وهلو فرصت پیدا شي، نو په ډېر ښه ډول یې پای ته رسوي.
د میدان په هره برخه کې چې وي، د هغه اصلي موخه دا وي چې (Penalty Box) ته ورسېږي او د خپلې لوبډلې لپاره ګول وکړي.
جولین الواریز د خپل کلب او د ارجنټاین ملي لوبډلې لپاره ډېر مهم او په زړه پورې ګولونه وهلي دي. ما هم ورسره یوځای لوبه کړې ده او هم مې د هغه پر وړاندې لوبه کړې ده.
د هغه مهارول او درول ډېر سخت وي، ځکه چې تل په حرکت کې وي، تش ځایونه لټوي او د خپلې لوبډلې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
هغه ښه پوهېږي چې کله توپ وساتي، کله چټک پاس ورکړي او کله د خپل ملګري لوبغاړي سره د ''یو ـ دوه'' پاسونو په وسیله برید لا پسې خطرناک او ګړندی کړي.
کله چې مې د هغه پر وړاندې لوبه کړې، د هغه د وړتیاوو احساس مې کړی دی. خو په اتلېتیکو مادرید کې، چې موږ په یوه ډرېسنګ روم (ارام ځای) کې وو، ګډ تمرینونه مو هم کول.
هلته مې په رښتینې معنا درک کړه چې هغه څومره لوړ کیفیت لرونکی لوبغاړی دی.
د لیونل میسي په څېر، الواریز هم هغه لوبغاړی دی چې کولی شي په هره شېبه کې د لوبې برخلیک بدل کړي.
هغه غوره تخنیک، لوړ مهارت او د لوبې درک کولو فوقالعاده وړتیا لري.
همدا لامل دی چې په پایلوبه کې به اسپانیا لوبډله اړتیا لري، چې پر جولین الواریز ځانګړې څارنه وکړي او جدي پاملرنه ورته ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ارجنټاین مخنیوی او هغوی ته د ګول کولو فرصت نه ورکول به اسانه چاره نه وي. خو د اسپانیا تر ټولو ستر قوت د دې لوبډلې منظم جوړښت او پیاوړی دفاعي سیستم دی.
همدا دلیل دی چې اسپانیا د دې نړیوال جام په ترڅ کې تر اوسه یوازې یو ګول خوړلی دی.
اسپانیا معمولاً خوښوي چې د سیالې لوبډلې په نیمایي میدان کې لوبه وکړي او له وړاندې پرې فشار راولي.
خو په دې نړیوال جام کې، چې کله هم ستونزمن وضعیت رامنځته شوی او لوبډله اړ شوې چې شاته لاړه شي او په ژوره دفاعي بڼه (منځنی یا ټیټ بلاک) کې ولوبېږي، دا کار یې هم په اغېزمن ډول ترسره کړی دی.
دا د ټولې لوبډلې د ګډې هڅې پایله ده.
ټولو لوبغاړو خپلې دفاعي دندې په ډېر ښه او مسؤولانه ډول ترسره کړې دي.
روډري او فابیان رویز د بشپړ نظم او انضباط سره د دفاعي کرښې مخې ته د یوې ساتونکي سپر په څېر لوبېږي او د سیالې لوبډلې بریدونه شنډوي.
خو یوازې منځني لوبغاړي نه دي چې دفاعي رول لوبوي. د فرانسې پر وړاندې لامین یامال هم په دفاعي برخه کې خورا مهمه ونډه درلوده.
د هغه د سخت کار او هڅو له امله فرانسې ونه شو کولای چې کوم روښانه او جدي د ګول موقعیت رامنځته کړي.
بل لور، په چپ اړخ کې الیکس باینا هم په ورته ډول د بشپړې ژمنتیا سره خپلې دفاعي دندې پر مخ وړلې او د لوبډلې په دفاعي ثبات کې یې مهم رول لوبولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لامین یامال لوبه په پرلپسې ډول لا ښه او پیاوړې شوې ده.
هغه ان هغه مهال هم ډېره خواري کوي، چې توپ ورسره نه وي، او همدا چاره د هغه د فکر، ذهنيت او په لوبه کې د ژمنتیا ښه څرګندونه کوي.
همدا د اسپانیا لوبډلې له سترو ځواکمنو ځانګړتیاوو څخه یوه ده.
کېدای شي د هغه د لوبو اغېز تر اوسه د ګولونو په شمېر کې ډېر نه وي څرګند شوی.
تر اوسه یې یوازې یو ګول کړی دی، چې د ګروپي پړاو په لوبه کې د سعودي عرب پر وړاندې د اسپانیا د ۴-۰ بریا پر مهال و.
هغه ډېرې اسسټونه (د ګولونو برابرولو پاسونه) هم نه دي ثبت کړي.
خو دا خبره روښانه ده چې هغه غواړي له هرې شونې لارې له خپلې لوبډلې سره مرسته وکړي او پر لوبه اغېز ولري.
کله نا کله توپ ورسره نه وي، خو بیا هم د خپلې منډې او حرکت له لارې د سیالې لوبډلې مدافعین له خپلو ځایونو راباسي او له ځان سره یې بوخت ساتي.
دا کار د هغه نورو ملګرو ته زیات ځای او فرصت برابروي، چې بریدونه وکړي او د ګول موقعیتونه رامنځته کړي.
دغه راز زموږ دواړه فلبک لوبغاړي پیډرو پورو او مارک کوکوریلا یوازې په دفاع کې پیاوړي نه دي، بلکې په بریدونو کې هم خورا مهم رول لري.
دوی نه یوازې د ګولونو په جوړولو او وهلو کې مرسته کړې، بلکې له شاته د لوبې په جوړولو (Build-up Play) کې هم مهمه ونډه لرلې ده.
د اسپانیا په څېر په یوې بریدکوونکې لوبډله کې فلبکان اکثراً ډېر مخکې لوبېږي.
په داسې حالت کې د دوی تر شا تش ځایونه رامنځته کېږي او دفاعي مسؤلیتونه لا سختېږي.
خو پورو او کوکوریلا ثابته کړې چې، پرته له دې چې د دوی پر وړاندې څومره خطرناک وینګر ولاړ وي، د میدان په دواړو برخو کې یې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کولای شي.
د دې لوبډلې تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې هر لوبغاړی د اضافي هڅې او قربانۍ لپاره چمتو وي.
اوس به په پایلوبه کې هم اسپانیا غواړي همدا ګډه روحیه او هماغه بریالۍ لوبه تکرار کړي.
د سیالیو په پیل کې موږ پوهېدو چې د لوبډلې ځینې لوبغاړي لا په بشپړه توګه فټ یا فعال نه وو.
خو نړیوال جام یو اوږد ټورنمنټ دی، او زما په اند روزونکي لوئیس دې لا فوئنټې له پیله په خپله پلان جوړونه کې دا موضوع په پام کې نیولې وه.
هغسې چې سیالۍ مخته لاړې، د لوبډلې باور هم ورسره زیات شو.
د لوبغاړو فټنس ښه کېده او پرلپسې بریاوو هم د دوی په ګټه مثبت فضا رامنځته کوله.
اوس دا لوبغاړي یو ستر فرصت لري چې ټوله اسپانیا خوشحاله کړي.
د ارجنټاین پر وړاندې پایلوبه به اسانه نه وي، خو داسې ښکاري چې هسپانیا دې سیالۍ ته د ټول نړیوال جام په اوږدو کې په خپلې تر ټولو غوره بڼې او چمتووالي سره داخله شي، او د هرې لوبډلې لپاره تر دې ښه فرصت تصور کېدل ګران دي.



















