"افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی"

د عکس سرچینه، UNICEF
د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، دا هېواد به تر راتلونکو درې نیمو کلونو پورې د زرګونه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ شي.
دغه ادارې په یوه تازه راپور کې چې د یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی، ویلي، که د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیزونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
یونیسف د "افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو د کار په برخه کې د نهاقدام لګښت" په نامه دا راپور ښيي چې په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې خه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷.۷ سلنې ته په ۲۰۲۵ کال کې راکمه شوې ده. راپور خبرداری ورکوي چې په ښوونځیو او روغتونونو کې د مسلکي او روزل شوو ښځو کمښت به د ماشومانو پر زدکړه، روغتیايي پایلو او راتلونکو فرصتونو ناوړه اغېز وکړي.
اساسي خدمتونه خطر کې دي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار بندیزونه لا هم هېواد ته هر کال ۸۴ میلیونه امریکايي ډالر اقتصادي زیان اړوي او دا زیان به د وخت په تېرېدو نور هم زیات شي، ځکه چې دوی له زدکړې او کاره محرومې پاتې کېږي.
راپور زیاتوي چې له ښوونې او روغتیايي سکتورونو د ښځو ایستل - چې یوازې دې دوو برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته او ډېرې اړینې دي - په مستقیم ډول ماشومانو ته زیان رسوي، ځکه دا به په ښوونځیو کې د نجونو شمېر کم کړي او د ښځو او ماشومانو لپاره به د پاملرنې کچه راټیټه کړي.
دا اغېز په ځانګړي ډول په روغتیايي برخه کې ډېر جدي دی، ځکه چې ټولنیز شرایط اکثره ښځو ته اجازه نه ورکوي چې نارینه ډاکتران یې درملنه وکړي، نو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په مستقیم ډول د میندو، نوې زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو روغتیايي خدمتونه محدود کړي.
د یونیسف اجرائیوي مشرې کاترین رسل ویلي:
"افغانستان دا توان نه لري چې راتلونکي ښوونکي، نرسانې، ډاکترانې، قابلهګانې او ټولنیزې کارکوونکې له لاسه ورکړي، ځکه همدوی اساسي خدمات پر مخ وړي. که نجونې له زدکړې محرومې پاتې شي، دا به حتمي پایله وي."
هغې زیاته کړه: "موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې د نجونو پر ثانوي زدکړو بندیز لرې کړي او له نړیوالې ټولنې هم غواړو چې د نجونو د زدکړې د حق ملاتړ ته دوام ورکړي"
افغانستان له یوه دوهګوني کړکېچ سره مخ دی: له یوې خوا روزل شوې ښځینه مسلکي کادرونه له لاسه ورکوي او له بلې خوا راتلونکی نسل د هغوی د ځای ناستۍ لپاره له زدکړې منع کېږي. کله چې تجربه لرونکې ښځې تقاعد کېږي یا کار پرېږدي، نجونې خپلو زدکړو ته دوام نه شي ورکولی چې د هغوی ځایناستې شي. د ځنډ هر کال افغانستان د مسلکي کسانو یو بل نسل له لاسه ورکوي.
له هغه وخته چې واکمنو چارواکو د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې نجونې له ثانوي زدکړو منع کړې، تر اوسه یو میلیون نجونې د زدکړې له خپل حقه محرومې شوې دي، په داسې حال کې چې افغانستان کې لا له وړاندې د ښځو د سواد کچه تر ټولو ټیټه وه.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
راپور ښيي که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له دوو میلیونو زیاتې نجونې به له لومړنۍ کچې پورته زدکړو له حقه بېبرخې شي. ښوونځي لا هم اغېزمن شوي، ځکه د لومړنیو زدکړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له ۲۰۲۲ کال کې نژدې ۷۳ زرو په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راټیټ شوی - چې له ۹ سلنې ډېر کموالی ښيي.
یونیسف واييو سره له دې محدودیتونو، یونیسف لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د زدکړو ملاتړ ته دوام ورکوي، په ۲۰۲۵ کال کې، له ۳.۷ میلیونو زیاتو ماشومانو په دولتي ښوونځیو کې بېړنی ملاتړ ترلاسه کړ؛ ۴۴۲ زره ماشومانو - چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې - له ټولنیزو تعلیمي پروګرامونو ګټه واخیسته او ۲۳۲ ښوونځي جوړ یا ورغول شول.
په داسې حال کې چې یو بل نسل نجونې د زدکړې فرصت له لاسه ورکوي، یونیسف د سملاسي اقدام غوښتنه کوي چې د نجونو حقونه بېرته ورغول شي، په ځانګړي ډول د ثانوي او لوړو زدکړو برخه کې او همدارنګه په لومړنیو زدکړو کې پانګونه دوام ومومي.
دا چارې د بشري پانګې د ودې لپاره بنسټیزې دي او دا ښيي چې ټولشموله زدکړه پر نجونو مثبت اغېز لري. دا اقدامات د افغانستان د روغتیا، زدکړې او اقتصادي راتلونکي لپاره حیاتي دي.
راسل زیاته کړه: "د افغان نجونو له ثانوي زدکړو محرومول، یو بشپړ ملت له خپل ظرفیت بېبرخې کوي - نجونې، د هغوی کورنۍ او ټولنې په بېوزلۍ کې بندوي، روغتیايي پایلې کمزورې کوي او هغه اقتصادي ځواک خاموشه کوي چې یوه لوستې ښځینه نسل یې رامنځته کولای شي."



















