په ازمایښتي څېړنه کې نوي واکسین د سرطان بېرته راګرځېدو مخه نیسي

روغتیا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جو مکفاډن
    • دنده, د روغتیايي چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

یو نوی شخصي شوی واکسین چې له یوه درمل سره یوځای ناروغانو ته ورکړل شوی، د ازمایښتي څېړنې پر مهال یې د پوټکي د سرطان د بیا راګرځېدو مخه نیولې ده. دا پرمختګ د سرطان د درملنې په برخه کې یو مهم او احتمالي تاریخي بدلون بلل کېږي.

دا واکسین، چې د 'مرک او مودرنا' درمل جوړونکو شرکتونو لخوا جوړ شوی، هغو ناروغانو ته ورکړل شوی چې د پوټکي د سرطان یوه ډول، یعنی میلانوما، له لوړ خطر سره مخ وو او جراحي یې ترسره کړې وه.

لومړنۍ پایلې ښيي چې دې نوي واکسین د ناروغانو هغه موده اوږده کړې چې په ترڅ کې یې سرطان بېرته نه دی راګرځېدلی، خو لا هم روښانه نه ده چې دا اغېزه به تر څومره وخته دوام وکړي.

د سرطان متخصصین دا یو مهم پرمختګ بولي، خو ټینګار کوي چې باید احتیاط وشي، ځکه د څېړنې بشپړې پایلې لا نه دي خپرې شوې او نه هم د خپلواکو کارپوهانو لخوا ارزول شوې دي.

ان که د کلینیکي ازموینو بهیر بشپړ هم شي، دا درملنه به لا هم د تنظیموونکو ادارو تائید ته اړتیا ولري او له هغه وروسته به د یوې بلې ارزونې له بهیره تېرېږي، چې د برېتانیا د ملي روغتیايي خدمتونو (این ایچ اېس) لخوا د کارونې اجازه ترلاسه کړي.

دا واکسین، چې «انټیسمران» (Intismeran) نومېږي، د «کیټروډا» (Keytruda) په نوم د معافیتي درملنې له یوه درمل سره په ګډه ورکړل شوی. کیټروډا له وړاندې د سرطان په درملنه کې کارول کېږي.

د شرکتونو په وینا، د یوازې کیټروډا له کارولو سره پرتله، د واکسین او درمل ګډ استعمال د پاموړ ډول هغه موده زیاته کړې چې ناروغان پکې له سرطانه پاک پاتې کېږي او دغه راز یې د بدن نورو غړو ته د ناروغي د خپرېدو خطر کم کړی دی.

د درېیم پړاو په دې ازموینه کې له ۱۰۰۰ زیاتو ناروغانو ګډون کړی و چې د دویم، درېیم یا څلورم پړاو د لوړ خطر میلانوما سرطان یې درلود. دا په دې مانا چې ځینې یې په یوه ځانګړي ځای کې لوی تومورونه لرل، او د ځینو نورو سرطان لا له وړاندې د بدن نورو برخو ته خپور شوی و.

مرک او موډرنا دې ته شخصي واکسین وايي، ځکه چې دا د هر ناروغ د ځانګړي تومور پر ضد په جلا ډول جوړېږي.

د دې نوي واکسین د جوړولو لپاره ساینسپوهانو د mRNA ټکنالوژۍ څخه کار اخیستی، هغه ټکنالوژي چې د کووېډ-۱۹ په ځینو واکسینونو کې هم کارول شوې وه. په دې بهیر کې ډاکټران د جراحي له لارې د ناروغ د تومور یوه کوچنۍ برخه لېرې کوي او د هغې ډي این اې شننه کوي، چې په سرطانې حجرو کې ځانګړي جنیاتي بدلونونه وپېژني.

وروستۍ پایله د سرطان ضد یو شخصي واکسین دی چې د هماغه ناروغ د تومور لپاره ځانګړی جوړېږي او د بدن دفاعي سیستم ته لارښوونه کوي چې پاتې سرطانې حجرې وپېژني او پرې برید وکړي.

مرک او موډرنا اوس د سږو، مثانې او پښتورګو د سرطانونو لپاره هم ورته شخصي واکسینونه ازمېيي.

د موډرنا اجرایوي رئیس، سټیفان بانسل، ویلي چې دا موندنې د سرطان د څېړنې په ډګر کې د یو "مهم او تاریخي پړاو" استازیتوب کوي.

د دې اعلان له خپرېدو وروسته د موډرنا او مرک د شرکتونو ونډې په بازار کې د پاموړ لوړې شوې دي.

د سرطان متخصصینو هم دا خبر مثبت بللی، خو ټینګار کوي چې څېړنې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي.

د برېتانیا سرطاني څېړنو ادارې د مخنیوي او لومړنۍ تشخیص مشرې، ډاکټر تالیسیا کوالو، وویل چې دغه څېړنه ''هیله بښونکې ښکاري''، خو زیاته یې کړه چې منځمهاله معلومات لا هم بشپړې ارزونې ته اړتیا لري.

هغې وویل:

"دا ډېره مهمه ده چې د دې ډول څېړنو ملاتړ او تمویل دوام ومومي، چې لا ډېرو د سرطان ناروغانو ته د شخصي درملنې فرصت برابر شي او هغوی وکولای شي اوږد او غوره ژوند ولري."

د اکسفورډ پوهنتون همکار استاد او د سرطان متخصص ډاکټر لېنارډ لي وايي:

"دا بې له شکه د میلانوما (د پوټکي سرطان) ناروغانو لپاره ښه خبر دی، خو د دې مطالعې اغېزې تر دې ډېرې پراخې دي. دا ثابتوي چې شخصي د سرطان واکسینونه عملي او اغېزمن کېدای شي."