د نیپال او چین پولې ته د سېلاب اوبو له رسېدو څو دقیقې مخکې څه پېښ شول؟
- Author, سوتیک بسواس
- دنده, د هند لپاره د بي بي سي خبریال
- Author, پهینندرا دهال
- دنده, بي بي سي، نیپالي څانګه
- رپوټ له:, کټمنډو
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
د نیپال او تبت پر پوله د چین لوري ته په 'ګیرونګ' کې د ودانیو له شا یو تور دېوال غوندې ښکاري. په لومړي ځل لیدو دا کابو تورې ورېځې ته ورته معلومېږي، خو شېبه وروسته چکټیا پیدا کوي او بڼه بدلوي، اوبه، خټې، وړې، سترې ډبرې او د کنګل ټوتې په پوره ځواک په دره کې لاندې لور ته رابهېږي. د سي سي ټي وي 'د څارنې کامرو' په ویډیوګانو کې ځايي وخت ۱۰:۵۹:۵۳ ثبت شوی دی.
له هغه وروسته څو دقیقو کې څه پېښ شول، معلومول یې لا هم ستونزمن دي، خو د ناورین له پېښېدو وړاندې او وروسته د ویډیوګانو بېلا بېلې برخې او د سپوږمکۍ انځورونه د ويجاړۍ کچه په ډاګه کوي. پر پوله د تګ راتګ د ودانۍ بېلا بېلې برخې اوبو وړې دي او هغه ودانۍ چې پخوا د درې په ښکتنۍ برخه کې وې، اوس په بشپړ ډول له منځه تللې دي.
ګیرونګ له هغو سیمو یوه وه چې د اګست پر ۲۶مه سېلابونو په بشپړه توګه ویجاړه کړه.
پورې غاړه د نیپال د راسوا ولسوالۍ په راسواګدهي کې هم ویجاړي خورا پراخه وه. د دواړو هېوادونو ترمنځ 'فرنډشېپ برج' یا د دوستۍ پل د نیپال د ګمرک او د کډوالو له تاسیساتو سره یوځای سېلاب وړی دی. 'تېمورې' نومې کوچنۍ سوداګریزه سیمه چې د ګمرک په شاوخوا کې ودانه شوې وه، بشپړه ویجاړه شوې ده.

د عکس سرچینه، Satellite image (c) 2026 Vantor
په کټمنډو کې مېشت د اوبو د سرچینو متخصص اجي ډېکشيټ وايي، "دا د کټمنډو او تبت ترمنځ تاریخي لار ده. دا سیمه د ځمکپېژندنې له مخې زیان منوونکې ده او ژورې درې او ځوړ سیندونه لري چې اوبه یې چټک حرکت لري، درنې خټې لېږدوي او تر څنګ یې لویې ډبرې هم لاندې وړلی شي.''
دا لاره د نیپال او چین ترمنځ مهمه دروازه ده. دا هغه ځای دی چې د کایلاش غرونو کې معبدونو ته تلونکي، د چین او نیپال ترمنځ سوداګر، د لاریو چلوونکي، د ګمرک کارکوونکي، سیلانیان او سیمه ییز لېږد رالېږد لپاره پرې تګ راتګ کېږي.
هغه سهار چې سېلاب راته، ښايي تر ۱۰۰ ډېر هندي وګړي د پولې پر غاړه يا ورته نږدې وو. د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، لږ تر لږه ۲۷۵ هندي وګړي په نیپال کې لادرکه دي.
د نیپال د کډوالۍ ادارې هڅه کړې چې معلومه کړي، له ناورین مخکې په وروستیو ساعتونو کې څوک د راسواګدهي له لارې تېر شوي وو.
برېښنایي معلومات ښيي چې د ۸۹ نیپالي او بهرنیو وګړو نومونه شته چې د نیپال له ګمرک د تبت لور ته تللي وو، تر څنګ یې د ۴ کسانو نومونو نېپال ته د ننوتنې په توګه ثبت شوي دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA/via REUTERS
د کډوالۍ سیسټم د ځايي وخت له مخې د سهار په ۸:۳۵:۰۳ بجو (د تبت په وخت ۱۰:۵۲ بجې) خپل وروستی ثبت کړی و. دا د ګیرونګ په سیمه کې د سېلاب له راتلو، یوازې کابو ۱۰ دقیقې مخکې وخت و.
د راسواګدهي دفتر د مشر په ګډون د کډوالۍ ادارې څلور کارکوونکې په سېلاب کې ورک شوو. د دغه دفتر د مشر مړی وروسته د سیند په ښکتنۍ برخه کې وموندل شو. هغه ښځینه کارکوونکې چې دا وروستي پړاوونه یې ثبت کړي وو، تر اوسه پورې نه ده موندل شوې.
د هغو بهرنیو وګړو ترمنځ چې پر همدې سهار له نیپال د وتلو پر مهال ثبت شوي، ۳۲ هندیان، ۱۲ چینايي وګړي او ۹ امریکایان وو، او دغه راز د برېتانیا، کاناډا، اسټرالیا او ایټالیا وګړي هم پکې وو.
'ټيکا رام پوخاریل'، چې په راسواګدهي کې د کډوالۍ لوړ رتبه مرستیال و، د خپل دفتر يوازينی کارکوونکی و چې ژوندى پاتې شو. هغه د ازموینې ورکولو لپاره کټمنډو ته تللی و.
خو هغه وايي چې برېښنايي ثبتونو یوازې د هغه څه یوه برخه راخیستې چې پر هغه سهار پر پوله پېښ شول.
د کډوالۍ دفتر په 'ګاټي خولا بازار' کې و، چې د 'تېمورې' شمال ته ۱.۵ کیلومتره واټن لري. له هغه ځایه تر 'فرنډشېپ پل' دوستۍ پل، پورې، چې له تبت سره پوله په نښه کوي، دوه کیلومتره نور واټن و. په دې لاره کې هټۍ، هوټلونه او د موټرو تم ځایونه وو، چې خلک او موټرې به د پولې له تېرېدو مخکې پکې راټولېدل.
پوخاریل وايي، د نیپال د کډوالۍ دفتر پر ۰۸:۰۰ بجو پرانیستل کېده. کله به چې سیلانیانو د کډوالۍ چارې بشپړې کړې، هغوی کولای شول پولې ته خپل تګ ته دوام ورکړي یا له تېرېدو مخکې په سیمه کې انتظار وکړي.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
کله چې پوخاریل د سهار پر ۰۸:۲۰ خپل يوه همکار ته تليفون وکړ، ورته وويل شول چې پر پوله غیرعادي ګڼه ګوڼه ده. د ده د معلوماتو له مخې، شاوخوا له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې خلک له نیپال نه تبت ته د تګ په تمه وو، او ځینې نور چې له چین راستنیدل هم په دې شاوخوا کې وو.
پوخاریل بي بي سي ته وویل: ''زه فکر نه کوم، هغو کسانو چې هغه سهار یې د کډوالۍ چارې بشپړې کړې وې، هغوی دې د چین په لوري کې هم خپلې چارې بشپړې کړي وي.''
پوخاریل وايي، کله چې خلکو د نیپال له کډوالۍ ادارې چارې بشپړې کړې، له دې ځایه تر پله پورې، پلي تګ ۱۵ تر ۲۰ دقیقې وخت نیوه.
هغه کسان چې تېره ورځ به ماسپښین ناوخته را رسېدلي وو، کله ناکله اړ وو چې تر بل سهاره د پولې تر بیا پرانیستل کېدو پورې انتظار وکړي. دغه راز، هغوی چې په ډلو یا بسونو کې به یې تګ کاوه، ډېری وخت به د ټولو د کډوالۍ چارو تر بشپړېدو پورې په تمه پاتې کیدل او بیا به یوځای روانېدل.
له همدې کبله دا معلومول سخت دي چې د سېلاب د راوتلو پر مهال هغه ۸۹ کسان په دقیق ډول چېرته وو.
د نیپال د هایدرولوجۍ او اوبو د سرچینو د څېړنیز مرکز لخوا د جوړ شوي مهالویش له مخې، په ۸:۳۷ بجو، یعنې د کډوالۍ سیسټم لخوا د وروستي ثبت تر دوو دقیقو کم وخت وروسته، زلزلې د معلولو وسیلو، د پولې له پاسه په غرونو کې خوځښت ثبت کړ. څېړونکو وروسته وویل چې دغه خوځښت د یوه کنګلیزې غونډۍ د یوې برخې د نړېدو له امله رامنځته شوی و، چې د سېلاب لامل شو.
چین ویلي چې دغه خټین سېلاب له خپلې سرچینې تر سرحدي سیمې پورې په کابو ۷ دقیقو کې راورسېد.

د کرښې په دې تېریدونکې سیمه کې شته کسان ښايي د پله پر لور روان وو، په ګاټي خولا کې په تمه وو، یا چینايي اړخ ته د تېرېدو لپاره چمتو کېدل. لا هم روښانه نه ده چې دغلته هر کس په دقیق ډول چېرته و. ګاټي خولا، یوازې د انتظار ځای نه و. د پوخاریل په وینا، هلته له ۵۰ تر ۶۰ کورونه، هوټلونه، ځايي سوداګریز مرکزونه او د اوبو برېښنا څلور دفترونه وو. دغه راز، دا له کټمنډو د راغلو بسونو وروستی تمځای و او د موټر چلوونکو، مرسته کوونکو، د چکر د لارښوونکو او د ګمرکي تصفیې په تمه د بار وړونکو کارکوونکو د تمېدو ځای هم و. تبت ته تلوونکي خلک ډېری وخت له تېرې ورځې همدلته په لیکه کې درېدل.
پوخاریل زیاتوي: ''زما له ۴۰ تر ۵۰ ډېر نږدې ملګري ورک دي.''
پوخاریل په دې باور دی چې مرګژوبله ښايي د رسمي شمېرو په پرتله پورته وي. د هغه د اټکل له مخې، له ''۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰'' پورې کسان ښايي په سېلاب کې را ایسار شوي وي. دا د هغه شخصي اټکل دی او په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
پوخاریل وايي، د کډوالۍ دفتر له سیند کابو ۱۰۰ متره لوړ و. خو د سېلاب پر مهال داسې برېښېده چې اوبه تر دې هم لوړې شوې وې. هغه په پیل کې هیله درلوده چې ورک شوي همکاران به یې څو کیلومتره وړاندې څړځایونو ته تښتېدلي وي.
پدې سېمه کې د ځینو هندي زیارت کوونکو سهار نږدې په عادي توګه پیل شوی و. هغوی خپلو کورنیو ته ویډیویي پېغامونه لېږل او لنډې وېډیوګانې یې جوړولې، غرونه یې ورښودل او د چین د کډوالۍ دفتر د پرانیستل کېدو په تمه وو.
سودیپتو بهټاچاریا' ته د هغه مېرمن 'سوبهرشري چکرابورتي' پیغامونه لېږل، چې د ۶۰ کسانو له ډلې سره ملګرې وه. د نیپال پر وخت په ۰۷:۵۷ هغې مېړه ته په پاسپورټ کې د لګېدلي مهر عکس واستاوه، چې له نیپال یې د وتلو پړاو بشپړ شوی و.
شپږ دقیقې وروسته پر ۰۸:۰۳ هغې بل پیغام واستاوه: ''موږ د چین خاورې ته د ننوتلو په تمه یوو.'' تر دې وروسته ټول پیغامونه درېدلي وو.
د چین د کډوالي ودانۍ ته نږدې د 'ایشا فاونډیشن' ۷۷ زیارت کوونکي هم وو چې د کایلاش له غره راستنېدل. هغوی له خپلو دریو کارکوونکو سره د سېلاب له راتلو وروسته بې درکه دي.

د عکس سرچینه، China News Service/VCG via Getty Images
کله چې د اګست پر ۲۸ د چین ۲۱ کسیزه بېړنۍ عملیاتي ډله ګیرونګ ته ورسېده، یوه ژغورونکي رویټرز ته وویل: ''تر کومه چې سترګې کار کوي، له کنډوالو پرته بل څه نه ښکارېدل.''
د پولې دا تېرېدونکې سیمه یوازې څه موده مخکې له یوه بل لوی سېلاب بېرته رغېدلې وه. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې سېلابونو د تېریدنې دا سیمه راسواګدهي نږدې شپږ میاشتې تړلې وه. د جنورۍ پر لومړۍ نېټه، وروسته له هغه بېرته پرانیستل شوه چې چین یو لنډمهالی پل جوړ کړ.
له هغه وروسته تګ راتګ بېرته پیل شوی و. د چین پر پوله چارواکي وايي، تر جون میاشتې پورې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان له ګیرونګ تېر شوي وو، په داسې حال کې چې د نیپال د کډوالۍ شمېرې ښيي چې د جولای تر منځنۍ برخې پورې، راسواګدهي ته ۵۳،۷۴۲ کسان ننوتي او وتلي وو. دا دوه شمېرې د ثبت د بېلابېلو مودو او لارو پر بنسټ دي، نو مستقیمه پرتله یې ګرانه ده.
د نیپال ثبت شوې شمېرو ښودلې چې تر ټولو ډېر تګ راتګ کوونکي هندیان وو، له هغې وروسته نېپالیان او بیا چینایان.
ګیرونګ هم د نیپال او چین ترمنځ له مهمو نښلوونکو لارو ګڼل کیده.
د سوېلي اسیا د سوداګرۍ، اقتصاد او چاپېریال څېړنیز مرکز پخوانی مشر پوش راج پانډې وايي، راسواګدهي له تاتوپاني سره یوځای له هغو دوو اصلي سوداګریزو سیمو ده چې نیپال یې له چین سره لري، او د دغه هېواد له شمالي ګاونډي سره د نیپال د ۲.۹۵ میلیارد ډالرو سوداګري شاوخوا درېیمه برخه له همدې لارې کېږي.
په ورځینې ډول کابو له ۶۰ تر ۷۰ پورې لارۍ موټرې له دې درییزې لارې، تېرېدلې چې برېښنایي توکي، ماشینونه، موټرې، مېوې، پوښاک او نور توکي یې کټمنډو ته لېږدول. د پانډې په وینا، له چین، د نیپال د برېښنایي موټرو شاوخوا ۸۰ سلنه واردات هم له همدې لارې کېدل.
د دغې لارې تړل کېدو نیپال اړ کړی چې يوازې پر تاتوپاني تکیه وکړی، دا هغه لاره ده چې چینايي چارواکو د نیپال لوري ته د ځمکې ښوېدو احتمالي ګواښونو له کبله په لنډمهالي توګه تړلې ده.
دا لاره د هغې اوسپنیزې کرښې په اوږدو کې پرته ده، چې دا سیمه له کټمنډو سره نښلوي، دا د همالیا د رېل پټلۍ د هغې شبکې برخه ده چې چین او نیپال يې د جوړولو هوډ لري.
پانډې زياتوي: ''نیپال باید له چین سره د سوداګرۍ بدلې لارې جوړې کړي او پر خپلې پراخې پراختیایي تګلارې بیا کتنه وکړي، په ځانګړي توګه د هغو اوبو او برېښنایي پروژو چې د دې سیند په اوږدو کې دي.''
د پولې بل لوري ته، پوخاریل د خپلو هغو همکارانو د خبرو په فکر کې و چې هغوی سره یې کړې وې او اوس ورک دي.
د تېر کال سېلابونو د راسواګدهي د کډوالۍ دفتر کارکوونکي د خطر له جدي والي خبر کړي وو. د ده په وینا، هغوی به د شپې کله ناکله ''لړزې حس کولې'' او بهر به وتل چې د سیند وضعیت وګوري. هغوی ان په خپلو کې خبرې کړې وې چې که بیا سېلاب راغی، څنګه پورته غونډیو ته ځان ورسوي.
هغه وویل: ''خو ملګرو مې دغه فرصت هم ونه موند.''



















