فوټبال نړیوال جام: فرانسې او مراکش منځلوبو ته لار ومونده

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو پړاو کې د پاراګوای په ماتولو سره منځلوبو یا کوارټر فاینل ته لار ومونده.
د دوی ترمنځ لوبه شنبه (د جولای ۴مه) د امریکا د فیلاډلفیا فوټبال لوبغالي کې کېده او فرانسې ۱- صفر وګټله.
فرانسې لپاره د بریا دا یوازنی ګول چې د پېنلتۍ شوټ و، ۷۰ یمه دقیقه کې کېلیان اېمباپې وکړ.
دا په روان نړیوال جام کې د هغه اووم ګول شو.
تر اېمباپي ورهاخوا یوازې د ارجنټاین لېونل مېسي تر دې دمه په روان نړیوال جام کې ۷ ګولونه کړي دي.
دوی دواړه سږکال د زرین بوټ (ګولډن بوټ) جایزې ته مخکښ نوماندان دي.
دا جایزه معمولآ هغو لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې په یوه جام کې تر ټولو ډېر ګولونه ووهي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسې په ۱۹۹۸ او ۲۰۱۸ کال کې دوه ځله د فوټبال نړیوال جام ګټلی او د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې هم چې په قطر کې کېده او دغه هېواد پکې د خپلې اتلولۍ دفاع کوله، له ارجنټاین سره پایلوبې ته رسېدلې وه.
شنبه تر دې ورمخکې مراکش لومړنی هېواد شو چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو پړاو کې د خپلې سیالۍ په ګټلو سره منځلوبو یا کوارټرفاینل ته یې لار ومونده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مراکش فوټبال ملي لوبډلې د امریکا متحدو ایالتونو په هاسټن لوبغالي کې کاناډا ته ۳-صفر ماته ورکړه او په دې توګه یې بل پړاو ته تګ لپاره د نړیوال جام د دغه شریک کوربه هیلې ورلنډې کړې.
مراکش لپاره دوه لومړي ګولونه عزالدین اوناحي ووهل او درېیم ګول د سیالۍ وروستیو شېبو کې سفیان رحیمي وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
مراکش چې له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۸ کال پورې یې د فوټبال په درېیو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې وه، له شل کلن انتظار وروسته په ۲۰۲۲ کال قطر کې کېدونکي نړیوال جام ته لار ومونده او تر نیمه پایلوبې مخکې ولاړ.
دغه هېواد روان نړیوال جام کې تر دې دمه ماته نه ده خوړلې.
مراکش په منځلوبه کې د جولای ۹مه فرانسې سره مخامخېږي.
د ۱۶ لوبډلو پړاو بله سیالي یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د برازیل او ناروې ترمنځ کېږي.





















