د نړۍ بېلابېلو مشرانو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې

د عکس سرچینه، Reuters
له بېلابېلو هېوادونو څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې مسلمانانو نن چارشنبه د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د اختر لمونځونه ادا کړي اختر نمانځلی دی.
هممهاله د نړۍ مشرانو هم په جلا جلا پیغامونو کې مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې مسلمانانو ته په خطاب کې د نړۍ اوسني کړکېچن وضعیت ته په کتو د یووالي، همدردۍ او انساني شفقت پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه تر بل هر وخت زیات د ګډې همکارۍ روحیې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو هم په جلا جلا پیغامونو کې چې پر اېکس ټولنیزه شبکه یې خپاره کړي، د افغانانو ته د اختر مبارکي ویلې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په خپل پیغام کې د دغه هېواد وګړو او د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې دا مناسبت به د ترکیې، اسلامي نړۍ او ټول بشریت لپاره د خیر او برکت لامل شي.
ښاغلي اردوغان په خپلو څرګندونو کې د غزې وضعیت ته هم اشاره کړې او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر سیاستونو یې نیوکه کړې ده.
نن چارشنبه، په ټوله ترکیه کې میلیونونو کسانو د اختر لمونځ ادا کړ.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د عراق، عمان، قطر، ترکیې، تاجیکستان، مصر، قرغزستان او اذربایجان مشرانو ته یې د لوی اختر مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې "خدای دې زموږ د مسلمانانو زړونه یو بل ته لا نږدې کړي."
هغه همدا راز هیله څرګنده کړې چې "په ټولو برخو کې د همکاریو پراختیا او د ګواښونو پر وړاندې د یو بل د هر اړخیز ملاتړ شاهدان اوسو."

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر خپل ایکس د لوی اختر په مناسبت پیغام کې مسلمانانو ته مبارکي ویلې او د دې اختر پر پیغام او د قربانۍ پر فلسفې یې ټینګار کړی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر هم په خپل پیغام کې لیکلي چې "د لوی اختر په مناسبت، په بریتانیا او نړۍ کې هغو ټولو خلکو ته خپلې تودې مبارکۍ وړاندې کوم چې دا ورځ لمانځي."
هغه زیاته کړې: "په دې ځانګړي وخت کې، تاسو او ستاسو عزیزانو ته د سولې، خوښۍ او روغتیا هیله لرم. هیله ده چې دا اختر د ارامۍ لامل شي او موږ ټول د یووالي او متقابل درناوي په روحیه سره یو بل ته نږدې کړي".
افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزی هم افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي یې دي: "هیله ده چې د لوی اختر مبارکې ورځې د یووالي، تلپاتې سولې، روښانه او سوکاله راتلونکي لپاره نوې هیله پیدا کړي."
د روسیې بهرنیو چارو وزارت هم پر خپل ایکس حساب کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام خپور کړی چې د دغه هېواد مسلمانانو ته یې پکې د لوی اختر مبارکي ویلې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
لوی اختر مسلمانانو لپاره د حضرت ابراهیم (ع) د هغې چمتووالي یادونه ده چې غوښتل یې خپل زوی قرباني کړي.
خو کله چې هغه د خپل زوی د قربانۍ په درشل کې و، خدای ج یې پر ځای یو "پسه" د قربانۍ لپاره ورولېږه.
همدې ته په کتو، د نړۍ مسلمانان په دودیز ډول بېلابېل څاروي قرباني کوي.
د اسلامي فقهې له مخې، قرباني پر هغه چا واجب ده چې د حج فریضه ادا کوي او یا هم هغه کسان چې له اړتیا زیاته شتمني ولري.




















