د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پټرولو یوه لیټر بیه کې د ۸۰ روپیو کمښت اعلان کړ

له پرلپسې ګرانۍ سره ځای ځای د ګاډو اوږده قطارونه پمپونو ته په قطار ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې نفتي او نور توکي په پرلپسې ډول ګرانېږي خو د خلکو په عوایدو کې د پام وړ ډېروالی نه دی راغلی چې دې چارې د ډېرو ژوند په ټپه درولی.
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر پټرولو د ځانګړې حکومتي مالیې (لیوې) اخیستو کچه کې د ۸۰ روپیو کمښت اعلان کړی، چې له دې وروسته پاکستان کې د پټرولو یوه لیټر نوې بیه ۳۷۸ روپۍ ټاکل شوې ده.

د یادونې ده، چې تېره شپه پر پټرولو د لیوې کچه له ۱۰۵ روپیو څخه ۱۶۰ روپۍ ته لوړه شوه، خو اوس دا ۸۰ روپۍ کمه شوې ده، په دې معنی پر هر یوه لیټر پیټرولو به لا هم اتیا روپۍ ځانګړې مالیه اخیستل کېږي.

د جمعې په شپه پاکستانیانو ته په خپله وینا کې، لومړي وزیر شهباز شریف وویل:''زه سملاسي د پټرولو د بیې کمولو لپاره په لیوې کې د ۸۰ روپیو کمښت اعلان کوم.' د پټرولو یوه لیټر بیه، چې ۴۵۸ روپیو ته لوړه شوې وه، اوس به په لیټر ۳۷۸ روپۍ وي، چې د شپې له ۱۲ بجو څخه به پلي شي.''

تېره شپه، د پاکستان فدرالي وزیرانو په یوه خبري کنفرانس کې د پټرولو یوه لیټر بیه کې د ۱۳۷.۲۳ روپۍ او د ډیزلو یوه لیټر بیه کې ۱۸۴.۴۹ روپۍ زیاتوالی اعلان کړ. له دې زیاتوالي وروسته، په پاکستان کې د پټرولو یوه لیټر بیه ۴۵۸.۴۱ روپۍ شوه، چې اوس د جمعې پر ورځ ۸۰ روپۍ راټیټه شوې ده.

په ورته مهال د ډیزل یوه لیټر بیه ۵۲۰.۳۵ روپۍ ټاکل شوې وه، چې پر ځای ساتل شوې ده.

پاکستان کې حکومت په وروستۍ میاشت کې د تېلو بیې په کمسارې ډول بیا لوړې کړې چې ورسره دغه هېواد کې د نفتي توکو ( پېټرولو او ډیزلو) بیې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د پاکستان حکومت د دغې کمسارې ګرانۍ وجه په منځني ختیځ کې روانه جګړه او په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو پرلپسې زیاتوالی یاد کړی دی.

د جمعې پر شپه د پاکستان فدرالي حکومت پټرولیم چارو لپاره وزیر علي پروېز ملک او د مالیې وزیر محمد اورنګزېب په یوه خبري غونډه کې د یوه لیټر پټرولو په بیه کې د ۱۳۷ روپۍ ۲۳ پیسو او د ډیزلو یوه لیټر بیه کې د ۱۸۴ روپۍ او ۴۹ پیسو زیاتوالی اعلان کړ. نوې بیې د جمعې له ورځې عملي شوې چې ډېر خلک یې حیران کړي دي.

د تېلو بیو له دې زیاتوالي وروسته په پاکستان کې د پټرولو یوه لیټر بیه ۴۵۸ روپیو او ۴۱ پیسو ته رسېدلی او د ډیزل بیه ۵۲۰ روپیو او ۳۵ پیسو ته پورته شوې ده.

د یادونې ده، چې د ایران جګړې له پیل راهیسې د پاکستان فدرالي حکومت په تېره نژدې یوه میاشت کې دوه ځله د تېلو بیې لوړې کړې دي. له دې مخکې د مارچ پر څلورمه د پېټرولو او ډیزلو په نرخ کې ۵۵-۵۵ روپۍ زیاتوالی راغلی و.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د پټرولو بیه ۷۷ سلنه (یعنی ۱۹۲.۲۳ روپۍ) لوړه شوې ده او د ډیزل بیه ۸۷ سلنه (یعنی ۲۳۹.۴۹ روپۍ) لوړه شوې ده.

د یادونې ده، چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو رسولو چاره په لویه کچه د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له امله بنده پاتې ده، چې له امله یې د انرژۍ په نړیوالو بیو کې ډراماتیک زیاتوالی راغلی دی.

تېره شپه د تېلو په بیو کې د خورا ستر زیاتوالي اعلان په ترڅ کې علي پروېز ملک، د ایران جګړې ته په اشارې سره وویل، پاکستان حکومت "محدود سرچینې لري او اوسمهال وضعیت داسې نه ښکاري، چې جګړه پای ته رسېږي."

د پاکستان مالیې وزیر خبري غونډې ته وویل، "موږ محدودې سرچینې لرو او موږ (د امتیازاتو ورکولو لپاره) تر یوه بریده پورې تلای شو."

نوموړي زیاته کړه، چې د تېلو بیو لړ کې به حکومت د موټر سایکلونو، ښاري ټرانسپورټ، توکو لېږدونکو لاریو او ریل ګاډو لپاره سبسایډي په پام کې ونیول شي او هره اونۍ به دې موضوع ته بیا کتنه کېږي.