بدخشان کې د کوکنارو پر سر نښته کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بدخشان

د عکس سرچینه، Social Media

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان کې ځايي سرچینو بي‌بي‌سي ته منلې ده چې د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ د "اتن جلو" کلي د اوسېدونکو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا لاریونونه د جمعې له ورځې راهیسې د کوکنارو د کښتونو د ویجاړولو پر ضد پیل شوی وو، چې د ځايي خلکو او د طالبانو حکومت ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

بي‌بي‌سي ته د رسېدلو انځورونو له مخې، وژل شوی یو ماشوم دی.

نن هم یو شمېر قهروړيو لاریونیانو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر وړاندې لاریون وکړ او د تخار - فیض‌اباد لویه لاره یې د ټرافیکو پر مخ وتړله. سرچینو ویلي چې دا لاریون یو ځل بیا په تاوتریخوالي واوښت.

د سیمې یو اوسېدونکي چې نه‌ یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي‌بي‌سي ته وویل چې پرون یو کس ووژل شو او نن هم یو بزګر وژل شوی دی.

د هغه په وینا، لاره تر نن غرمې تړلې وه، خو اوس له خبرو اترو وروسته لاره پرانیستل شوې او د خلکو او د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دغه ځايي اوسېدونکي زیاته کړه چې خلکو د غربت او بې‌وزلۍ له امله د کوکنارو کښت ته مخه کړې ترڅو خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار بي بي سي ته ویلي چې په بدخشان ولایت کې د "کوکنارو د پټیو د ویجاړولو د لړۍ په دوام، تېره ورځ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې موظفه قطعه د ارګو ولسوالۍ "آتن جلو" سیمې ته واستول شوه چې د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي."

هغه ادعا وکړه چې یو شمېر بزګرانو او ځايي اوسېدونکو د سرغړونکو کړیو او د نشه‌یي توکو د قاچاقیانو په لمسون هڅه وکړه چې د دې بهیر مخه ډب کړي، چې د رامنځته شویو نښتو په پایله کې تېره ورځ یو ماشوم ووژل شو.

د ښاغلي کامګار په وینا، نن هم یو شمېر اوسېدونکو په همغه سیمه کې د "مغرضو کسانو او د نشه‌یي توکو د قاچاقي شبکو په لمسون په اعتراض او بغاوت لاس پورې کړ، چې د دې ګډوډۍ پر مهال یو بل تن هم وژل شوی دی."

هغه زیاته کړه چې "د دې پېښې له امله د کشم- فیض‌اباد لویه لاره د لږ وخت لپاره د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه، خو د امنیتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو وضعیت تر کنټرول لاندې راغی او لویه لاره بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه. نوموړي زیاته کړې چې اوس وضعیت عادي دی او کومه ستونزه نشته."

هغه انځورونه او ویډیوګانې چې پر خواله رسنیو د کشم – فیض‌اباد پر لویه لاره د نننیو پرلتونو خپرې شوې، ښيي چې خلکو پر سړک د موټرو ټایرونو ته اور اچولی دی. دا اعتراض کوونکي د طالبانو حکومت د ځواکونو د ډزو له امله د یوه ماشوم پر وژل کېدو سخت غوسه دي.

ویل کېږي چې نن هم ځايي امنیتي ځواکونو د لاریونیانو خورولو لپاره هوايي ډزې کړې دي. هممهاله، لاریونوال ادعا کوي چې نن یو بل تن هم ژوند بایللی دی.

په بدخشان کې درایم او ارګو ولسوالۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې څو ځلې د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو له امله د ځايي خلکو د اعتراضونو شاهدې وې او کله نا کله دا اعتراضونه پر تاوتریخوالي اوښتې او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

کوکنار

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۱۴۰۳ کال د غوايي پر ۲۴مه هم د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو حکومت ځواکونو سره په جګړه واوښتل. دا نښته هم د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو او د طالبانو حکومت د امنیتي کسانو د ډزو له امله پیل شوه، چې د ځايي سرچینو په وینا، د طالبانو د حکومت ځواکونو پر اعتراضیانو ډزې وکړې او لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو هغه مهال په دې اړه بې‌خبري ښودلې وه، خو وروسته یې په یوه اعلامیه کې وویل چې یو شمېر اعتراض کوونکي "نیول شوي" دي.

په بدخشان کې د ۲۱۹ "عمر ثالث" فرقې رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د ارګو ولسوالۍ د برلاس کلي د خلکو اعتراض "د تریاکو د کښت د ویجاړولو پر مهال، د دې پېښې د څو تنو محرکینو په نیول کېدو سره پای ته رسېدلی او وضعیت په عادي ډول دی."

بدخشان په تېرو څو لسیزو کې د کوکنارو د کښت یو له مهمو مرکزونو شمېرل کېږي او دا چې منځنۍ اسیا ته د نشه يي توکو د قاچاقي کړیو شتوالی هم په کې ځايي حکومتي ادارو ته یوه ننګونکې خبره ده.