احتجاج کوونکو لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د کډو موټرونه درولي و
احتجاج کوونکو لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د کډو موټرونه درولي و
د خپرېدو وخت
یو شمېر پاکستاني ترانسپورترانو چې موټرونه یې د لارو تړل کېدو له کبله له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې ایسار پاتې دي، نن په ډول لنډي کوتل کې لار تړلې او له پاکستانه د ایستل کېدونکو افغان کډوالو پر کډو بار موټرونه د احتجاج په ډول درولي وو.
دوی وايي بله لاره ورپاتې نه ده، ځکه د پاکستان حکومت یې غږ نه اوري.
هممهاله په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ یو چارواکی لنډي کوتل ته ورغلی او د احتجاج له ګډونوالو وغوښتل چې ستنېدونکو افغان کډوالو ته د ستونزو د جوړولو پر ځای پر خپل حکومت د فشار نورې لارې وکاروي.



