کمال خان بند په انځورونو کې

د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد غني د چارشنبې په ورځ ځايي وخت نږدې لس نیمې بجې نیمروز ولایت کې کمال خان بند رسما پرانیست.له نوموړي سره دې مراسمو کې خپل دوه مرستیالان او د کابینې غړي هم و.

کمال خان بند د نیمروز په چاربورجک ولسوالۍ کې په دریو کلونو کې جوړ شو.
د عکس تشریح، کمال خان بند د نیمروز په چاربورجک ولسوالۍ کې په دریو کلونو کې جوړ شو.
د کمال خان بند تکمیل سره به پنځه کانالونه هم جوړ شي، چې ټول به یو لک څلور اتیا زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
د عکس تشریح، د کمال خان بند تکمیل سره به پنځه کانالونه هم جوړ شي، چې ټول به یو لک څلور اتیا زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
کمال خان بند کې د تېرې میلادي میاشتې لومړیو کې اوبه ټولېدل پیل شول.
د عکس تشریح، کمال خان بند کې د تېرې میلادي میاشتې لومړیو کې اوبه ټولېدل پیل شول.
کمال خان بند په داسې سیمه کې دی چې تر ډېره دښته او ځوړ کم لري.
د عکس تشریح، کمال خان بند په داسې سیمه کې دی چې تر ډېره دښته او ځوړ کم لري.
د کمال خان بند لوړوالی ۱۶ متره دی او ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایوي.
د عکس تشریح، د کمال خان بند لوړوالی ۱۶ متره دی او ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایوي.
د کمال خان بند اوبه موسمي سیلاوونو او دا راز د کجکي بند ډکېدو پورې تړلې دي.
د عکس تشریح، د کمال خان بند اوبه موسمي سیلاوونو او دا راز د کجکي بند ډکېدو پورې تړلې دي.
ولسمشر غني او ور سره پلاوی یې د کمال خان بند پرانیستو ته ځي.
د عکس تشریح، ولسمشر غني او ور سره پلاوی یې د کمال خان بند پرانیستو ته ځي.
ولسمشر غني او مرستیالان یې د کمال خان بند له دړې پرده پورته کوي.
د عکس تشریح، ولسمشر غني او مرستیالان یې د کمال خان بند له دړې پرده پورته کوي.
ولسمشر غني له خپلو دوو مرستیالانو سره یو ځای کمال خان بند رسمي پرانیځي.
د عکس تشریح، ولسمشر غني له خپلو دوو مرستیالانو سره یو ځای کمال خان بند رسمي پرانیځي.
ولسمشر غني له بند پرانیستې وروسته د سولې په هیله مرغه پورته کړ.
د عکس تشریح، ولسمشر غني له بند پرانیستې وروسته د سولې په هیله مرغه پورته کړ.
ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل، که ایرن اوبه غواړي تېل دې را کړي یا بل شی.
د عکس تشریح، ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل، که ایرن اوبه غواړي تېل دې را کړي یا بل شی.
ځايي خلکو د کمال خان بند پرانیستې څنډه کې د خپلو دودیزو توکو نندارتون هم جوړ کړی دی.
د عکس تشریح، ځايي خلکو د کمال خان بند پرانیستې څنډه کې د خپلو دودیزو توکو نندارتون هم جوړ کړی دی.