په روژه کې د بيو لوړوالي لامل
د خپرېدو وخت
افغانستان، پاکستان او ډېرو اسلامي هېوادونو کې چې روژه راشي بيې ورسره خورا لوړې شي.
افغانستان، پاکستان او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې خلک په روژه کې د بيو لوړوالي سرخوږي سره مخامخ وي، چې له مخې یې د بنسټيزو اړتياوو پوره کول خورا ګران شي.
روژه کې د ځینو خوراکي توکو بيې، نژدې دوه برابره لوړېږي.
د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی او دغه هېواد کې بيې ځکه لوړې شوې، چې پلورنکي په خپل سر بيې لوړوي.
نجما ځلا له کابله رپوټ لري.